افغانستان

چارواکي: په تیرو ۳ ورځو کې ۲۵ زره افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته راغلي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار سیمه ییزو چارواکي وايي، د تیرو دریو ورځو په جریان کې د تورخم سرحدي بندر له لارې، تردې دمه پنځه ویشت زره، څلور سوه او شپږ څلوېښت(۲۵۴۴۶) تنه افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي.

د تورخم او سپین بولدک سرحدي بندرونه درې ورځې وړاندې(اپریل ۶مه) د پاکستاني حکومت لخوا په دغه هېواد کې د بند پاتې افغان ناروغانو او مسافرو لپاره په لنډ مهاله توګه پرانیستل شول، ترڅو په پاکستان بند پاتې افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي نن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې ښايي نن د شپې په دولسو (۱۲) بجو د تورخم سرحدي بندر بیرته وتړل شي او کیدای شي تر هغه وخته د بیرته راستنېدونکو افغانانو شمېر اووه دیرش زره، څلور سوه او شپږ څلوېښت (۳۷۴۴۶) تنو ته پورته شي.

خوګیاڼي زیاته کړې، د لارې خلاصېدو په لومړۍ ورځ یوولس سوه(۱۱۰۰) تنو د تورخم بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي وو، چې ټول له روغتیايي پلټنو او د قرنطین په کمپ کې تر یوې شپې تیرولو وروسته خپلو کورونو ته ولاړل.

د خوګیاڼي د معلوماتو ترمخه د لارې پرانیستو په دوهمه ورځ(سه شنه، ۱۹ حمل) اته زره(۸۰۰۰) تنه له روغتیايي پلټنو پرته هېواد ته داخل شوي په داسې حال کې چې نهه زره، اته سوه او څلور څلوېښت (۹۸۴۴) تنه نور بیا له روغتیايي پلټنو وروسته هېواد ته راننوتلي دي.

په همدې ترتیب نن د چهارشنبې ورځې مازدیګر څلورو بجو پورې هم شپږ زره او پنځه سوه(۶۵۰۰) تنه افغانان له روغتیايي پلټنو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

خوګیاڼی وايي، له پاکستان څخه راستنو شوو زرګونو کسانو په ډله کې چې دوی یې روغتیايي پلټنې کړي، تر اوسه د کرونا وایرس یوه مشکوکه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

نوموړي له هغه کسانو هم غوښتنه کړې، چې له روغتیايي پلټنو پرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، ترڅو یوه موده خپل ځانونه قرنطین کړي.

د تورخم سرحدي بندر چې درې ورځې وړاندې په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو لپاره په یو اړخیزه توګه پرانیستل شوی ؤ،ټاکل شوې ده نن د شپې په دولسو (۱۲) بجو بیرته وتړل شي؛ خو دا څرګنده نه ده چې بیرته به کله پرانیستل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x