افغانستان

د طالبانو د پلاوي له تګ وروسته حکومت د سل تنه طالب زندانیانو د خلاصون خبر ورکوي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): داسې مهال، چې کابل ته د طالبانو تللي تخنیکي ټیم د خپل مشرتابه په غوښتنه د بندیانو اړوند خبرې درولې او بیرته ستون شوی، حکومت وایي، سل تنه طالب زندانیان یې خلاص کړي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سل تنه زندانیان د هغوی  روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه له دې ژمنې سره یو ځای خوشي شوي، چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې « دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.»

داکتر حمدالله محب مشاور امنیت ملی جمهوری اسلامی افغانستان در رابطه به رهایی زندانیان و پیشرفت‌های موجود از طریق ویدیو…

Posted by ‎دفتر شورای امنیت ملی- د ملي امنيت شورا دفتر‎ on Wednesday, 8 April 2020

حکومت د سل تنه طالب زندانیانو د خلاصون خبر داسې مهال ورکوي، چې د طالبانو له لوري په همدې موضوع د خبرو اترو په موخه کابل ته تللی پلاوی نن بیرته ستون شوی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» د طالبانو د پلاوي له تګ وروسته د سل تنه طالب زندانیانو خلاصون د حکومت له لوري له «ملا متي څخه د ځان خلاصولو» هڅه بولي او په خبره یې، دوی د سل تنو په اړه مالومات نلري او دا لا ورته لا څرګنده نه ده، چې یاد سل تنه څوک دي؟

پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان چې د طالبانو او امریکا تر منځ ورباندې موافقه شوې وه، د دواړو لورو تر منځ د باور د فضاء جوړونې په موخه باید د تېرې میلادي میاشتې په لسمه نېټه خلاص شوي وای، خو حکومت په دې لاره کې یو شمېر داسې محدودیتونه وضع کړل، چې پروسه یې وځنډوله او ورسره جوخت بین الافغاني مذاکرات یوې نامعلومې مودې ته ولاړل.

له تېرې یوې اوونۍ راپدېخوا د طالبانو یو پلاوی په کابل کې مېشت وو او له حکومتي استازو سره یې پرلپسې ناستې درلودې، خو تېره ورځ طالبانو حکومت ددې پروسې په وړاندې په خنډونو جوړولو تورن کړ او خپل پلاوی یې بیرته وغوښت.

په ورته وخت کې د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرې ددې پروسې په وړاندې د خنډونو ایجادولو ته اندېښمن دي او د بندیانو په ژر خلاصون ټینګار کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

دافغان دولت یوه فاحشه ده چې ګنډه یې وتړله بیا یې ولا که ملامته کړې !

الحاج استاذ بیانزی

غلام غنی اصلا غلام فقیر د معنویاتو فقیر او له بادارانو یی مادیات تر لاسه کړی غنی شوی .
مګر د غنی توب مقابل کی له معنویاتو تردی کچی مفلس او بی غیرته شوی چه د خپلی میرمنی سره د خلوت د پاره هم له بادارانو جواز ترلاسه کوی دا یی هم خیر تر ټولو بده یی دا چه د دی په شخصی ژوند ( کور او پالنګ ) کی تر باداران دمخه دی، په دی اړه زیات څه نه لیکم چه د قلم او دی پاڼی عفت په خپل حال پاتی وی.
اصل موضع
اشغلګر په یوه اونۍ کی زمونږ هیواد اشغال او د وتلو د پاره ۱۴ میاشتو مذاکراتو او ۱۴ میاشتو وتلو ته اړه لری ولی؟
په کار داوه چه ؛
[ طالب مشرانو د اشغالګرو سره د اشغلګر د وتلو سره د کابل د غلامی اداری د لیری کولو په اړه هم کوم ډول نتیجی ته رسیدلی وی ] اشغال اصل بوټی او غلامه اداره یی محصول دی که بوټی زهری وی محصول یی تر هغو زیات زهری وی. د مثال په ډول که روسان وځی او کمونستان په قدرت کی پاتی کیږی دا معنی چه روسانو خپلو استعماری موخو ته رسیدلی کمونستان به ورله زمونږ مظلو م اولس استثماروی د روسانو نظامی فزیکی حضور د روسانو مالی خسارات او حتی جانی تلفات زیاتوی. د همدی امله طالبانو ورته د نجیب په ځړولو د پای ټکی کیښود.
مګر روسانو چه زمونږ سره یی ګډی پولی لرلی له مذاکراتو پرته د نمازدیګر او ماښام ترمنځ وتښتیدل مګر امریکایان چه په لسګونه زره لیری واټن زمونږ سره لری الوتکو کی به د درنو وسلو نقلول به د درنو وسلو اصلی بیه هم زیات شی او که د ګاونډی هیوادو له خوا یی نقلوی هغوی به هم تری لږ تر لږه نیمه بیه غواړی او مجاهدین به یی په اسانه نه پریږدی نو جبرا مذاکراتو ته اړ شول.
مګر طالبانو ورسره غلامه اداره هم مطرح کړی وی ورته ویلی یی وی چه له ځانه سره یی باسی له سرمایو به یی واپس ترلاسه او که نه مونږ ته یی پریږدی ملاتړ یی مه کوی مونږ به ورسره د نجیب او ترکی په شان حساب کوو.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close