افغانستان

پخواني ولسمشر د کندهار وروستی هوايي برید بشري جنایت وبللو

نن تکی اسیا(پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو وروستی هوايي برید چې ملکي وګړي په کې نښه شوي وو، په کلکه غندلی او دا کار یې بشري جنایت بللی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پخواني ولسمشر له دفتره رسنیو ته استول شوې، ددغه برید د غندلو او په هېواد کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په زیاتېدو د خفګان ښکاره کولو ترڅنګ د جګړې په ښکېلو خواوو غږ شوی چې زر تر زره د سولې مذاکرات پیل کړي او هېواد له دغه ناورین څځه وژغوری.

د خبرپاڼې په پای کې ښاغلي کرزي د پېښې قربانیانو ته تسلیت او غمرازي وړاندې کړې ده«پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای(ج) له درباره د یادې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.»

باید وویل شي چې وړمه شپه د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ په خوشاب کلي کې بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په مټ هوايي برید ترسره کړ، چې له امله یې د یوې انجلۍ په ګډون ۳ تنه ماشومان ووژل شول او د یوې بلې انجلۍ په ګډون ۸ تنه نور ماشومان او تنکي ځوانان ټپیان شول.

که څه هم په لومړیو کې د کندهار سیمه ییزو چارواکو ددغه پېښې پړه په وسله والو طالبانو واچوله او ادعا یې وکړه چې ګوندې دا پېښه د طالبانو د توغندويي برید له امله رامنځ ته شوې ده؛ خو د سیمې خلکو بیا د چارواکو ادعاوې رد کړې او تیره ورځ یې د یو لاریون په ترڅ کې د خپلو تنکیو ماشومانو لپاره د عدالت غوښتنه هم وکړه، چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې مړه او ژوبل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان محمود

د کرزي په اعلامیو چې رسنیو ته يې استه وي، هیڅ هم نه بدلیږي، د کرزي په شمول یو څو مشران دي ملګرو ملتو او داسي نورو سازومانو ته شکایت ولیږي، په یو وار نه په وار وار دي ولیږي، په خپله دي د افغانانو د ژوند لپاره مظاهرې وکړي، په خپله دغه کرزی هم تر اشرف غني کم قاتل ندی، ځکه یوازي په اعلامیو باندي بسنه کوي، چې ګواکي په دې به د افغانانو زړونه جلب کړي، چې تل يې د دغو مظلومو افغانانو په وژلو سیاست کړی دی.

سیدزرغون شاه آغا

لوی ټګمار یی. دا ستا د ## لونډګان خو تا راوستله.

جمیل

دا د CIA هغه مکرجن غلام اجنټ دی چی هیڅوخت به اصلی موضوع یاده نکړی ، دا غلام اجنټ بیا دا وایی چی ژر تر ژره دی د سولی مذاکرات پیل سی ، دا احمق غلام پدی ندی خبر چی تر مذاکراتو وړاندی باید د بندیانو تبادله وسی .
هغه غټ غلامان چی د امریکی توق یی په غاړه کړی پر هغو باید هیڅ اعتبار ونسی که هغه د مسکو په کنفرانس کی ګډونوال وه یا په قطر کی او یا بل ځای (عاقبت ګرګزاده ګرګ بود) .

مجاهد

######اداره:##محترم ورور, هيله ده د اشخاصو د توهین پر ځای موضوع باندي بحث وکړئ، تر څو نورو ته هم پلمه پیدا نسي چي هغوی هم د مقابل جهت د شخصیتونو توهین وکړي.#########

کرزی په ډیره هوشیانری د دالرو په زرو غلامان د لوی جرګی د پاره راتول کړل چه اکثریت یی له کابل څخه راټول کړی وو به لمړی ورځ یی ورته د هغه تړوی په مثبتو اړخونو جذابه وینا وکړه چه هیواد ته ډیر اړین دی مګر کله چه د هغه د لاسلیک کولو خبره راغله ویل زما ګوتی شرمیږی چه دغه لاسلکیک کړم وروستی غلام ( غنی ) دی لاسلیک کړی یعنی هغه په شرم نه پوهیږی یا د شرمونو سره روږد شوی . په داسی حال کی چه غلام ##رزی د غلامی خبل ##خط د اوباما سره د شپی دولس بچی لاسلیک کړو دوهم ## خط ته اړه نه وه .
نړیوال استعمار د لوړپوړو غلامانو د یرغمل ساتلو د پاره د هغوی معنویات په مادیاتو اخلی ( زه د قلم او پاڼی د عقت ساتننی د پاره نه غواړم دا توضیح کړم ) هوښییاران زما د دغه خبری په معنی پوهیږی ، ویدیو یی ریکارد کوی او ورته وایی چه د سرغړونی په صورت کی به دغه علنی کوو ، نو لووړ پوړی چارواکی لکه خلیلزاد ع، غ، کرزی او نورو ته که تاسی ښه متوجه شی د ژباړنی په شان ارت ارت مزل او د #### په شان خبری کوی مننه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close