افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپیو: د سولې په پروسه کې وړاندې او شاته تګ شته، خو د ځواکونو ایستلو ته ژمن یو

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» وایي، د سولې په پروسه کې وړاندې تګ او شاته تګ خو شته، خو له طالبانو سره د کړې توافقنامې مطابق د خپلو ځواکونو شمېر راکمولو ته ژمن یو.

پمپيو دغه څرګندونې تېره ورځ یوې خبري ناستې ته کړې، نوموړي ویلي، کابل ته تر سفر وروسته په دې برخه کې څه ناڅه پرمختګ رامنځته شوی، خو په رسنیو کې د شاته تګ په اړه خبرونه ورکول کېږي او موږ هغه څه وینو چې خپرېږي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې ټول لوري پوهېږي، چې موږ هر څه نشو ورته کولای، دوی باید خپله بین الافغاني مذاکراتو ته کېني، غني او عبدالله باید خپل مشکلات حل کړي او له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.

د پمپیو په خبره، افغانستان له تېرو څلورو لسیزو راپدېخوا په جګړه کې راګېر دی او دوې لسیزې امریکا هلته تېرې کړي، نو ځکه افغان مشرانو ته ښایي اختلافات پای ته ورسوي او د یوه ودان او باثباته افغانستان جوړېدو ته لاره پرانېزي.

نوموړي ددې تر څنګ ددوحې له توافقنامې سره سم د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو ټینګار وکړ، خو په خبره يې «په راتلونکو ورځو کې شاید داسې څه ووینو، چې شاته تګ وشمېرل شي، مګر بیا هم هیلمن یم، چې ټول لوري به هغه څه وغواړي، چې د افغانانو په خیر وي.»

نوموړي که څه هم د عسکرو له بودیجې څخه د ګرځول شوې مرستې په اړه څه ونه ویل، خو د افغانستان له دولتي عسکرو سره یې د مرستې د دوام ژمنه وکړه.

پمپيو داسې مهال د سولې لار له وړاندې او شاته تګ سره مله بولي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امریکا تورنه کړه، چې په کړو ژمنو باندې عمل نه کوي، له توافقنامې سرغړونې کوي او د بندیانو د خلاصون په ګډون هغه څه نه عملي کوي، چې له دوی سره یې ویلي.

بل لوري ته په افغانستان کې د غني او عبدالله سیاسي اختلافات لا هم په خپل ځای پاتې دي او دواړه لوري نه دي توانېدلي جوړجاړي ته ورسېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close