افغانستان

طالبان د سلو تنو بندیانو خلاصون نه تاییدوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي دوی هغه خبرونه نشي تاییدولای چې په دې وروستیو کې د بندیانو د خلاصون په اړه خپاره شوي دي او ملي امنیت شورا ادعا کړې چې د طالبانو دلست سره سم یې بندیان خوشي کړي دي.

د طالبانو د بندیانو کمیسون سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی هیئت د کابل څخه خپلو سیمو ته انتقال شوی دی، دوی دغه هیئت ددې لپاره لیږلی وو تر څو د خوشي کېدونکو بندیانو تصدیق او تایید وکړي خو اوس چې په بګرام کې ددوی هیئت نشته، اشرف غني او اداره یې که د بندیانو سره هرڅه کوي، په مونږ پوري اړه نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل، زمونږ د هیئت د را ګرځېدو وروسته که کابل اداره بندیان خوشي کړي وي، مونږ یې د هغې پروسې برخه نشو بللای چې د امریکا سره توافق باندي شوی.

د طالبانو د بندیانو کمیسون مشر حاجي ترابي نن ټکی اسیا ته په دې اړه وویل: عجبه خبره داده چي زموږ د تائید او تصدیق هیئت یوه هفته په کابل کي انتظار وو او دکابل اداری دهیئت سره مسلسلي تخنیکي غونډی وکړی او یو بندي یی هم راخلاص نکړ، نن چي زموږ دتصدیق تخنیکي هیئت دکابل څخه ولاړۍ دکابل اداره وایی، موږ سل نفره بندیان ازاده وو، ایا د سلیم عقل خاوند به دا ومني.

حاجي ترابي زیاته کړه: موږ پوهیږو چي په بګرام کي په زرګونو غیر طالب جنایی بندیان وجود لري کیدلای سي چي دکرونا په سبب دي دوي جنایی بندیان ازاد کړي او نوم دي دطالبانو پر کښیږدي داسي کار پخوا هم دکابل اداری کړۍ وو نهه سوه بندیان یی دطالبانو په نامه ایله کړه خو په هغو کي صرف دوه سوه شپیته طالبان وه نور ټول جنایی بندیان وه.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته وویل چې کله ددوی هیئت په کابل کې وو، د کابل ادارې د بندیانو خوشي کول په بهانو ځنډول، خو اوس چې هیئت کابل کې نشته او دوی بې له تصدیقه بندیان خوشي کوي، څرګندوي چې د کابل اداره په دغه برخه کې مخلصه نه ده، یوازي ملامتي له ځانه اړوي.

د نوموړي په وینا دا هم نه ده مالومه چې کوم کسان د کابل ادارې له لوري خوشي کیږي، طالبان دي او کنه.

بلخوا د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سل تنه زندانیان د هغوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه له دې ژمنې سره یو ځای خوشي شوي، چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

وایی، کوم سړی چا نه یادوو ، مسجد کی یی ناولتیا کړی وه ، بیا هر چا یادوو ، غلام غنی هماغه کانی ترسره کوی. د انس حقانی په اړه یی ویل چه د هغه نه خوشی کولو زما سره کرښه ده ، خو کله چه یی بادار ورته قومانده ورکړه د تازی سپی په شان یی ورته لکۍ تپوله حتی په هغه ورځ چه انس حقانی دوحه کی وو غنی ویل نه یی خوشی کوم . د امریکایانو د توافقنامی لاسلیکولو څو اونی دمخه شروع وکړه چه زه اورکم نه منم اطالبان باید اوربند وکړی مګر هماغه اورکم عملی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x