لیکنېنظــر

ملت، او د اولیتونو غافل ارګ!

استاد محمد زمان مزمل

ارګ ته راغلو مشرانو هر یو پخپله طریقه ځان استعداد او د ملت د خدمت په اړه ځان تکرارا وازمایه ، ولې هغه ورځ چې دوی ارګ ته داخل شي او هغه ورځ چې دوی اړ شي له ارګه وځي د ملت بده ورځ پکې هماغه بده ورځ وي.

ځینې پکې حیا وکړي په اسانۍ ارګ بل او بلې تجربې ته پریږدي ولې ځینې پکې آن تر کلیو او ولایاتو خټینو کلاوو پورې دا منصب نه پریږدي او ځینې پکې د دوه دیرش ملیونه رایو په منځ کې ایله د اته (۸) لکه رایو ګټل او په هماغه طریقه چې دنیا او ملت یې نه مني بیا هم په ارګ کې اوسیدل یو قانوني او ملي مسولیت ګڼي.

نن چې په ارګ کې د دوه مخکښو ټیمونو د لوړې مراسم پر بن بست ولاړ دي بیا هم د اته (۸) لکه او پنځه (۵) لکه رایو مسله پکې یوه پلمه جوړه ده، دیرش ملیونه افغانان نه په دې رایو حساب کوي او نه پدې او تېرو حکومتونو. هغوی ټول په یو اواز سوله غواړي آن هغه دوه تابیعته افغانان هم لکه د خلیلزاد په شان په سوله باور لري، ولې ارګ ددغه دیرش ملیونه انسانانو غوښتنو او هیلو ته ډیر په سطحي نظر ګوري. پخپل ملت کې چې هره ورځ یې جنازې له شماره وتي او سوله پکې یو مذهبي او ملي فرض ده، بیا هم دوی پکې د سولې لپاره وسیع جرګې جوړوي، لویې جرګې جوړوي، ولې سوله په افغانستان کې جنګ ده ، تجاوز ده او د افغانستان بهرنی سیاست ده چې دوی ورته کله لویه جرګه راغواړي او کله ورته کمکی وزارت جوړوي، پداسې حال کې چې دا د اشرف غني په یوه ساده “هو” پیل کیدای شي او قوي پیل کیدای شي او د هغه د کړو کارنامو څخه به تر ټولو لویه کارنامه شي.

ډاګټر صیبان! باید له هر چا مخکې او ښه باور ولرئ چې سوله د ملت اولیت ده او ارګ پکې دا اتلس کاله د ملت ددې اولیت نه غافل روان دی، ته به وایې چې موږ د امریکا سره سوله کوو. هغه امریکا چې خپله یې له هر چا مخکې د طالب سره خبره پاکه کړه.

د ډاګټر صیبانو توجه غواړو چې د ملت غوښتنې او اولیتونه تر دې زیات جدل او سیاسي چیړ ته ونه سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x