نړۍ

د ملګرو ملتونو په غوښتنه سعودي ایتلاف په یمن کې د دوه اونیو لپاره اوربند اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل): د سعودي او متحده عرب اماراتو نظامي ایتلاف په جګړه ځپلې هیواد یمن کې د دوه اونیو لپاره د اوربند یو اړخیز اعلان وکړ.

د سعودي ایتلاف د قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه اوربند به د پنجشنبې (۹ اپریل) څخه پیلیږي او تر دوو اونیو به دوام کوي، له هغه وروسته حالاتو په کتو په ادامه موندلای شي.

د ایتلاف ویاند ترکي المالکي رسنیو ته ویلې چې دغه پریکړه د کرونا د مخنیوي لپاره او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي (مارتن ګریفث) په غوښتنه کوي.

مارتن ګریفث د یمن په جګړه کې د ښکیلو اړخونو څخه غوښتې وه چې تاوتریخوالی را کم کړي تر څو د اړخونو تر منځ په اقتصادي او بشري برخه کې د اعتماد سازۍ لپاره زمینه برابره شي.

د سعودي ایتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، ددغه اوربند هدف داهم دی چې د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس د حوثیانو او په رسمیت پيژندل شوي حکومت تر منځ ناستې ته زمینه برابره شي، تر څو د اوربند د عملي کولو پر لارو چارو پریکړې وشي.

نوموړي ویلي، ایتلاف داسي یو فرصت ویني چې په یمن کې د دایمي اوربند لپاره د ټولو اړخونو کوششونه ګړندي شي.

بلخوا د حوثیانو له خوا هم د ملګرو ملتونو استازي ته د دایمي سولې لپاره وړاندیز ورکول شوی، د ځینو حوثي چارواکو په وینا په دغه وړاندیز کې راغلي چې لومړی باید ټول اړخونه پر اوربند توافق وکړي، بهرني ځواکونه د یمن څخه ووځي، د یمن یووالی وساتل سي او د انتقالي حکومت لپاره سیاسي مذاکرات پيل شي.

د یمن جګړه چې تر ډیره د ایران او سعودي نیابتي جګړه بلل کیږي، په کال ۲۰۱۵ مارچ کې هغه وخت پيل شوه کله چې حوثیانو د پخواني وژل شوي ولسمشر علي عبدالله صالح سره په ایتلاف د عبدربه منصور حکومت ړنګ کړ او پر پلازمینه صنعا واکمن شول.
سعودي او متحده عرب اماراتو د ځینو نورو عربي هیوادونو په ګډون یو ایتلاف جوړ کړ او د عبدربه منصور په ملاتړ یې پر یمن جګړه پيل کړه چې تر اوسه ادامه لري.

دغه جګړه چې سعودي ویل په څو ورځو کې به یې ختمه کړي، تر پنځو کلونو یې اوس زیاته موده کیږي، د ملګرو ملتونو او بشري ټولنو د راپورونو سره سم یوازي په جګړو کي تر سل زره زیات انسانان وژل شوي دي چې اقلا په هغو کې ۱۲ زره کسان ملکیان دي، او د وچکالۍ او فقر له وجې تر ۸۵ زره زیات انسان نور مړه شوي دي.
سعودي او امارات چې یمن یې د وچې، سمندر او هوا له لاري محاصره کړی، د تیرو پنځو کلونو راهیسې د فقر تر څنګ د ناروغیو څخه هم کړلې دی، د نورو ساري ناروغیو په شمول د کلورا ناروغي د اکتوبر ۲۰۱۶ څخه پیل شوه او ۱۲ سوه زره انسان په اخته شول، ملګرو ملتونو دغه په نړیواله سطحه یو بشري ناورین بللی وو او ویلي يې وه چې ۲۵۰۰ انسانان په کښي ووژل شول چې تر نیمی یې زیات ماشومان وه.
د جګړې او فقر تر څنګ یمن هیواد اوس پر شمال او جنوب تقسیم دی، د شمال اکثره برخه د حوثي ملیشو په واک کې ده او په جنوب کې د متحده عرب اماراتو په ملاتړ ملیشې ځانته بېل حکومت او هیواد جوړول غواړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close