افغانستان

پر بګرام پوځي اډه باندې راکټي بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په تر ټولو لویې پوځي اډې «بګرام» باندې راکټي بریدونه شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» هم پېښه مني او په خبره یې، پنځه شارټي مرمۍ چې په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای په ځای شوې وې، د بګرام پر هوايي ډګر باندې توغول شوې.

د ارین په خبره، برید بګرام ته څېرمه له «قلعچه» نومي سیمې شوی  خو تلفات نلري.

بل لور ته ازاد خبریال «بلال سروري» د ناټو د قاطع ماموریت د چارواکو له قوله دا خبر تائيد کړی.

که څه هم تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخستی، خو څو ورځې وړاندې بګرام پوځي اډه تر برید لاندې راغلي وه او مسئولیت یې داعش ډلې منلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x