ټولنیزه برخه

وېره تر کرونا هم جدي وګڼئ!

محمد عارف لیوال

ویره د زیانمنونکې ناسم تصور زیږنده وي چې ډیری وخت موږ په خپل ذهن کې ځای ورکوو، خو ایا تر اوسه مو فکر کړی چې ویره مرګ ته د رسیدو یو ګام دی؟

ویره په اصل کې هیڅ حقیقت نه لري بلکې هغه بلا ده چې موږ په خپل ذهن کې د مُضرو افکار او خیالونو له ګیډې غورځولی او د وسواس په لاسونو مو اوږده لکۍ او پښې ورکړي.

معمولا د شپې له خوا ماشومان ویریږي، کله چې په تنهایۍ له کوټې بهر شي خپل عادي حالات د مضرو ذهني خیالاتو له امله له لاسه ورکوي دا ده چې روح او روان دواړه یې په ویره کې ګیریږي.

نن سبا کرونا هم د له کوټې بهر د ماشومانو ویره ګرځیدلې او تر نیمایي زیات وګړي یې په ژوند تر مرګه رسولي
خو په اصل کې دا ویره ډېره تر وار ړومبۍ او ظالمانه ده.

یوه شرقي افسانه ده چې:
” یو شهزاده تر ښار د باندې ګرځیده، د وبا له ناروغۍ سره مخ شو او ترې ویې پوښتل: ای ناروغۍ! غواړې څو زره کسان نور هم د نیستۍ کندې ته وسپارې؟

ناروغۍ ځواب ورکړ: زر کسه

څه موده وروسته یې بیا ناروغي ولیده او ترې ویې پوښتل: ولې دې خپله ژمنه تر پښو لاندې کړه او د زرو کسانو په ځای دې پنځه زره ووژل؟

هغې ځواب ورکړ: ما ټول ونه وژل، بلکې څلور زره تنه له ویري مړه شول ”

په دې مقاله کې مو هڅه کړې هغه لس لارې چارې درته په ګوته کړو چې د ویري په له منځه وړلو کې درسره مرسته کوي

۱-: عبادت وکړئ!
(الا بذکرالله تطمئن القلوب)
ژباړه: خبر شئ چې د خدای په یادولو سره ستاسې زړونه سکون او ارام ترلاسه کوي.

همدارنګه یو اروا پوه او طبي څیړونکی جوان بورینسکو په دې عقیده دی چې خلک خپل ډیری وخت په قهر او غوسې تیروي یا خپل راتلونکې ته اندېښمن دي چې له دې سره د ویرې او اندیښنې د کمولو لپاره باید ټول ځان په دې پوه کړو چې په دې وخت کې څنګه حالت غوره کړو؟

نوموړی وایي: د دې کار لپاره باید مذهبي عقیده ولرو، د ده په آند په ژوند کې د خوښۍ تر ټولو ارام او خوښه شیبه دا ده چې د سهار لمونځ او تر څنګ یې نور عبادات تر سره شي.

دا ثابته شوي چې عبادت په بدن کې د ویري د تولید د هورومونونو (ادرینال او نورادرینال) کچه ټیټوي.

۲-: په خدای ج توکل پیاوړی کړئ!
(وَتَوَکَّلْ عَلَی اللَّهِ وَکَفَی بَاللهِ وَکِیلًا)
ژباړه: پر الله توکُل وکړه، هماغه الله د وکالت لپاره کافي دی.

موږ ډیری وخت لفظاً توکل په خدای کړی، چې په اصل کې تر اوسه ډیر کم تعداد خلک په دې مفهوم پوه او ګټه ترې اخلي،
که داسي نه وي په ژوند کې مو بیا ویره او اندیښنه په څه مانا؟

د انسان لپاره په خدای ج توکل د نیکمرغۍ پیل ده او په دې سره له هر ډول ویرې د خلاصون لار مومي ځکه په خدای ج ډډه (تکیه) د تنهایي او ټولو هغو نیمګړتیاو احساس چې له امله یې انسان ځان نا توانه او په قفس کې بند حسوي له منځه وړي.

۳-: د ځان لپاره خوښي شیبې ولټوئ!
لږ تر لږه په ورځ کې نیم ساعت هغه کار ته ځانګړی کړئ چې تاسو ته خوندور تمامیږي، خپل ذهن ته وخت ورکړئ څو تازه شئ په ځانګړې توګه د رخصتۍ په ورځو کې خپل ورځنی کار پربږدئ او خپل وخت له ملګرو او کلیوالو سره په خوښۍ تیر کړئ، دا ډول منظم او دقیق پلان جوړونه په بدن کې د وېرې کمولو لپاره غوره چاره ده.

۴-: پروټین لرونکي خواړه وخورئ!
شیدې، غوښه او هګۍ هغه خواړه دي چې د پروټینو درلودونکې او په ډیری کورونو کې نسبتا ډیر پیدا وي
نوموړي خواړه د ویري د مخنیوي لپاره غوره خواړه تمامیدای شي.

۵-: د سالم تنفس معجزه وکاروئ!
په واشنګټن ډي سي کې د ډاکټرانو مشر جیمزاس ګورډون خپلو ټولو ناروغانو ته چې له سرطان نیولې آن د ماشومانو د پاملرني تر بې نظمۍ کمولو دا توصیه ده چې منظمه ساه دې واخلي.

هغه وایي: لنډه او ژوره ساه اخیستل شاید له ویرې څخه د خلاصیدو غوره لار تمامه شي.

کله چې هوا د سږو لاندينۍ برخې ته ښکته شي نو په هرڅه کې بدلون راځي؛ د زړه ټکان کمیږي، د ویني فشار ټیټیږي، عضلات سستیږي او ذهن ارامتیا مومي.

۶-: تدبیر او تقدیر مه هیروئ
تدبیر د انسان په وس او توان پورې اړه لري او مکلف ده چې د ژوند د غوره شرایطو برابرولو لپاره یې له خپل توان او طاقت سره سم په پام کې ونیسي.

خو کله چې خبره د انسان له توانه لوړه ځي بیا هم مکلف دی چې تقدیر ته تسلیم او د عقل له غوښتنې سره سم له هر ډول ویرې نجات ته پنا شي.

(قُل لَّن یُصیِبَنَآ اِلاَّ مَا کَتَبَ اللهُ)
ژباړه: دوی ته ووایه! موږ ته هیڅکله خیر او شر نه رسیږي مګر هغه څه چې الله ج راته لیکلي دي.

۷-: د خدایي مهربانۍ هیله پیاوړی کړئ!
خدای ج په یوه قدسي حدیث کې وایي: “زه د خپل بنده له اټکل سره یم، څنګه چې غواړي نو هماغسې دې زما په اړه اټکل وکړي “.

۸-: وړاندوینه مه کوئ
له روحي پلوه پیاوړي کسان په دې ښه پوهېږي چې د راتلونکې وخت وړاندوینه نشي کولای. هغوی هیڅکله خپل وخت د راتلونکې پر وړاندوینه نه لګوي ځکه چې باور لري باید د حال په فکر کې اوسي او راتلونکی لا تر اوسه نه دی رارسېدلی او د راتلونکو افکارو په دام کې ګیرېدل، دوی پر اوسني فعالیت باندې له تمرکزه منعه کوي او په دوی غلطي کوي.

۹-:سپورټ وکړئ!
د ورځې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې سپورت وکړئ، سپورټ سترس کموي او دفاعي سیستم او زړه مو ځواکمنوي.

۱۰-:د ژوند سړې تودې درس وګڼئ!
خدای ج خپل بنده ګان په ازمایښتونو ازمایي، د دوی په ژوند کې لوړې، ژوري پیدا کوي او په دې توګه ورته د زغم او له حالاتو سره د مقابلې درس ورکوي او تر څنګ یې هغوی ته ښیي، چې دوی بنده ګان دي او ټولي چاري یې د داسي یو چا په لاس کې دي، چې باید د بنده ګۍ سر ورته ټیټ شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close