
حکومت سل نور زندانیان د طالب بندیانو په نامه خوشي کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د طالبانو د تخنیکي ټیم په نشتون کې د تېرې ورځې په څېر حکومت نن یو ځل بیا د سل تنه «طالب زندانیانو» د خلاصون خبر ورکوي.
د کابل حکومت د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» پر خپل ټویټر لیکلي «د جمهور رييس غني د لومړۍ ګڼي فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بگرام له زندان څخه د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد سي.»
د جمهور رييس غني د لومړۍ ګڼي فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بگرام له زندان څخه د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد سي.
— Javid Faisal (@Javidfaisal) April 9, 2020
تېره ورځ هم د حکومت له لوري سل تنه زندانیانو د طالب بندیانو په نامه خلاص شوي وو، خو طالبانو یې له تاییدولو ډډه کړې وه.
د طالبانو یو شمېر سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي وو، هغه وخت چې ددوی ټیم په کابل کې وو، حکومت د بندیانو د خلاصون په لار کې خنډونه اچول، خو اوس له خپل ځانه د ملامتي اړولو په موخه زندانیان خلاصوي، چې دوی یې د توافقنامې برخه نشي بللای.
که څه هم حکومت ادعا لري، خوشي کېدونکي بندیان د طالبانو په ورکړل شوي لست کې ځای لري، خو د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» بیا وایي «زمونږ د هیئت د را ګرځېدو وروسته که کابل ادارې بندیان خوشي کړي وي، مونږ یې د هغې پروسې برخه نشو بللای چې د امریکا سره توافق باندي شوی.»
بل لور ته د طالبانو د بندیانو د کمېسیون مشر «حاجي ترابي» له نن ټکی اسیا سره د خبرو په مهال وویل، چې حکومت ښایي د طالب بندیانو تر نامه لاندې جنايي بندیان خلاص کړي، ځکه دده په خبره، په بګرام کې زرګونه جنايي بندیان اوسېږي او حکومت تر دې وړاندې هم جنايي زندانیان د طالبانو په نامه خلاص کړي.
د طالبانو د تخنیکي ټیم او د حکومت د استازو تر منځ د بندیانو د موضوع په اړه خبرو یوه اوونۍ ونیوه، خو دوې ورځې وړاندې طالبانو خپل تخنیکي ټیم بیرته وروغوښت او حکومت یې تورن کړ، چې د بندیانو د خلاصون پروسه ځنډوي.