شعـــــرونه

نظم/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

ای ولسه در په دره
خلک ستا حالت ته خاندي
خو زه هره شېبه ژاړم
ستا ويرجن ويرجن حالت ته
غم له زغمه دی وتلی
هره ورځ نوی ماتم وي
نو همدا خبره ده چې
خنداګانو کډه وړې
ماسره هميشه غم وي
او دا غم پسې اوږديږي
نه کميږي نه ختميږي
ربه چيغه کوو تاته
سوال زارۍ مو کړه قبولې
چې نور زمونږ حالت بدل کړه
دا ازغي ازغي ژوندون مو
ته سپرلی کړه او ته ګل کړه
د مشفق دا تمنا ده
هر لمانځه کې دا دعا ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx