شعـــــرونه

نيمګړي ارمانونه/ سيد عبيدالله نادر

سید عبیدالله نادر

څوک له نیمـــــــــګړی ارمانو سره ځي
څوک د دردونو طــــــــــوفانو سره ځي

څوک وي بې باکه له حســــاب و کتاب
څوک د ګنـــاه، له سیــــــلابو سره ځي

څو بې احســـاسه بې نشــــــانه شي مړ
څوک د احســــــــاس له غلبلو سره ځي

څوک تیروي، په بیدردۍ خپل عمــــــر
څوک د دردونو، طـــــــوفانو سره ځي

تل په دنیـــــــــــا کې، بیدران پاتې وي
احســـــاس خاوند، عالي فکرو سره ځي

څوک بې خبره له رموزه د عــــــــشق
څوک یې په شړنګ، د زولنو سره ځي

څوک وي خوشحاله، په دوام د عمر
څوک له دنیا نه له تو بــــــــــو سره ځي

چا ته یو ګوټ هم د طـــــــــالع نه رسي
څوک ارمــــانونو  ډک جامو سره ځي

چا سره نه وي د بشــــــــــر درد و غم
څوک یې په غم کې اندیښنو سره ځي

څوک نه لری په خپل خاطر کې ملال
څوک یو دفتر د خــــــــــاطرو سره ځي

چا ســــــــره نه وي په زړګي داغونه
څوک د زخمي زړونو داغــو سره ځي

چا سره نه وي هيڅ په سترګــــــــــو کې نم
څوک یې د اوښـــــــــکو دریابو سره ځي

تل وي غمجن دا غمــــــخواران د بشر
چې له دنیا نه  ارمــــــــــــانو سره ځي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close