دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د مسؤليت پېژندنې موخې او ګټې

احسان الله ناصح

لوی الله جل جلاله چې انسانان او پيريان پيدا کړي دي، هر يو يې د يو مسؤليت د تر سره کولو لپاره پيدا کړی چې تر ټولو ستر مسؤليت ورته په خپله الله جل جلاله په قرآن کريم کې ټاکلی دی هلته چې فرمايي(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) (۱:الذرايات 56).

يعنې ماپيريان او انسانان نه دي پيدا کړي مګر د دې لپاره چې زما عبادت وکړي.

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم هم په يوه مبارک حديث کې دېته اشاره کړې ده چې ستاسې هر يو د خپل لاس لاندې کسانو په هکله مسؤل دی، امير د خپل رعيت په وړاندې، سړی د خپل اهل په وړاندې او ښځه د خاوند د کور په وړاندې مسؤله ده.( صحيح البخاري ج ۸ ص ۲۵۳).

نو دېته په پام سره اړينه ده چې هر انسان او په ځانګړي توګه مسلمان په دې پوه شي چې نوموړی د هغه څه په وړاندې چې دی يې تر سره کوي مسؤل دی، او د خپل مسؤليت سم نه ترسره کول اويا ورته په کم نظر کتل ددې سبب کيږي چې انسان په دنيوي او اخروي ژوند دواړو کې د زيات تاوان سره مخ شي،مونږ په خپله ټولنه کې ګورو چې ډيری خلک ورسپارل شوی مسؤليت په سمه توګه نه ادا کوي، په داسې حال کې چې اسلامي شريعت د مسؤليت په سم ترسراوي باندې ډير زيات ټينګار کړی، خپل پيروان يې په دې پوه کړي چې د ورسپارل شوي مسؤليت په اړه به ضرور پوښتل کيږي، نو په همدې بنسټ ما هم په دې څېړنيزه مقاله کې دمسؤليت پېژندنې او د هغې د اهميت په اړه ګرانو لوستونکو ته د قرآن کريم په رڼا کې معلومات راغونډ کړل تر څو زمونږ د بريا سبب وګرځي.

د مسؤليت پېژندنې موخې :

له دې څخه هدف دادی چې په اسلامي ټولنه کې د مسؤليت منلو او مسؤليت قبلولو موخې څه دي او د څه لپاره مسؤليت منل کيږي.

۱) د سمې بنده ګۍ تر سره کول:
کله چې يو انسان خپل مسؤليت ته متوجه شي، نو لومړۍ ګټه يې داده چې د کايناتو د رب سمه بنده ګي به تر سره شي د کومې لپاره چې انسانان او پيريان پيدا شوي دي .

۲) نيکمرغي :
د يو انسان له خوا د مسؤليتونو قبلول او ژمنتيا ددې لپاره دي چې كاميابي او نيکمرغي تر لاسه کړي، قرآن کريم د نيکمرغۍ او بريا لاره په الله جل جلاله باندې ايمان او نيک عمل ښودلي دي.

الله جل جلاله فرمايي (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)( النحل ,97).

ژباړه: هر څوک چې په داسې حال کې نيک عمل وکړي چې ايمان دار وي(نارينه وي او که ښځينه) نو مونږ به ورته (په دنيا کې) پاکيزه ژوند ورکړو، او هرومرو ضرور به د دوی اجرونه هم ورکړو (البته) په سبب د هغو خورا نيکو عملو سره چې دوی دي چې کوي يې.

په پورتني مبارک ايت کې الله جل جلاله د نارينه او ښځينه نيکمرغه ژوند د هغه مسؤليت د سم ترسراوي په سبب دی چې په دنيا کې يې په سمه توګه ترسره کړی دی.

۳) له الهي عذابونو څخه خلاصون:
دا د لوی الله جل جلاله سنت دي چې خپلو مخلوقاتو ته د هغوی د اعمالو په مقابل کې جزا ورکوي، کله چې خلک په سمه توګه د خپل رب څخه وډار شي,ايمان پرې راوړي او تقوا اختيار کړي نو الله جل جلاله به ورباندې برکات رانازل کړي الله عزوجل فرمايي (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آَمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ) (الاعراف , 96).

ژباړه: او که چيرې يقيناً د(هلاکو کړی شوو) کليو(ښارونو) خاوندانو ايمان راوړی وي او پرهيز کړی وي(د شرکياتو څخه) نو په دوی باندې به مو د آسمان او ځمکې د پلوه برکتونه ور پرانيستی وی، مګر دوی تکذيب ته دوام ورکړ نو دوی مو په هغه شي باندې ونيول چې دوی به کسب کول (او پو پنا مو کړه).

د مسؤليت د احساس ګټې:
د مسؤليت احساس ډيرې زياتې ګټې لري، چې څه فايدې يې علامه صالح ملوحي ذکر کړي دي:

۱ –مسؤليت انسان ته احساس ، بيداري او ادراک بښي او دا ورته وريادوي چې د الله جل جلاله او د مخلوق په وړاندې د امانت په سمه توګه اداء کول واجب دي.

۲ – مسؤليت په عمل کې اخلاص او په هغې باندې ثبات پيدا کوي.

۳ – د مسؤليت په تر سره کولو سره په انسان باندې د خلکو اعتماد او عزت حاصليږي.( نضرة النعيم في مکارم اخلاق الرسول الکريم ج۸ص ‍۱۴۱۷).

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close