افغانستان

د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل) د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي، له تیرې شپې راهیسې په جنوبي سالنګ کې د درنو ماشینونو او آلاتو په مرسته د پاکولو عملیاتو نه وروسته نن سهار نهه بجې د سالنګ لویه لاره یوازې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوې ده.

د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، تیره شپه(چهارشنبه) ماخوستن لس د سویلي سالنګ په «تنګي هیجان» سیمه کې د غر ښویېدنې له امله د سالنګ لویه لار د هرډول ترافیکو پرمخ تړل شوې وه؛ خو د باران د پرلپسې اورښت، د زیاتي غر ښویېدلو ممکنه خطر او کاري ساحې نه لیدلو په وجه د پاکولو عملیات یې ترسهاره وځنډول شول.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې نن (پنجشنبه) سهار د ښویېدلي تنګي د پاکولو عملیات پیل شول او سهار په ۸ بجو د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټر پرمخ خلاصه شوه؛ خو باروړونکو او ټیلري موټرو ته لاهم د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست له مسافرو او موټر چلوونکو هم غواړي، چې له تونل څخه د تیرېدو پرمهال په ځانګړې توګه د «تنګي هیجان» په سیمه کې له احتیاط څخه کار واخلي او د چارواکو لارښوونو ته پاملرنه وکړي.

له تیرو څو ورځو راهیسې په سالنګونو کې واوره اوریږي، چې د زیات اورښت او شدید توفان له کبله چارواکو پردغه لاره د باروړونکو او ټیلري موټرو په تګ او راتګ بندیز ولګولو.

د سالنګ لویه لار د هېواد ۹ شمالي ولایتونو له پلازمینې کابل سره نښلوي، چې کله ناکله د ژمي په موسم کې د زیاتو واورو او شدیدو توفانونو له کبله د مسافرو پرمخ تړل کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close