روغتیانړۍ

د سعودي پاچا او ولیعهد په یوه لرې ټاپو کې ځانونه ګوښه کړي، او لسګونه نور شهزادګان پر کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې د سعودي شاهي کورنۍ لسګونه شهزادګان پر کرونا وبا اخته شوي، په داسې حال کې چې پاچا سلمان او زوی یې ولیعهد «محمد» په یوه لرې سمندري ټاپو کې ځانونه ګوښه کړي دي.

ورځپاڼه په ګوته کوي چې د ریاض شهزاده «فیصل بن بندر بن عبد العزیز آل سعود» په ګډون د سعودي ۱۵۰ نور شهزادګان پر کرونا اخته شوي، په داسې حال کې چې د ریاض شهزاده اوسمهال تر جدي پاملرنې لاندې په روغتون کې بستر دی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پاچا سلمان په متخصص روغتون کې چیرې چې د سعودي واکمنې کورنۍ غړو درملنه کیږي ډاکټرانو ته خبرداری ورکول شوی چې ددغې کورنۍ غړو درملنې لپاره بشپړ چمتو والی ونیسي.

ډاکټرانو ته د روغتون ادارې لخوا په لیږل شوي لیک کې د یاد راپور له مخې ویل شوي، چې په روغتون کې شاوخوا ۵۰۰ بسترونه چمتو کړي، او له کارمندانو څخه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره موجود ناروغان راوباسي تر څو د شاهي کورنۍ غړو لپاره خونې چمتو کړي.

ورځپاڼې دا هم په ډاګه کړې، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز له وبا خپریدو وروسته د جدې ښار ته نږدې د بحر ټاپو کې پر کرونا د اخته کېدو له ویرې ځان ګوښه کړی دی، د نوموړي سربېره ولیعهد ابن سلمان او یو شمېر وزیرانو هم سرې بحیرې ته نږدې یوې لرې پرتې سیمې ته ځانونه جلا کړي دي.

باید وویل شي چې په سعودي کې اوسمهال پر کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۰۰۰ ته رسیدلی دی، دغه هېواد کې د کرونا لومړی قرباني یو افغان و چې سعودي ته د روزګار لپاره مسافر شوی و، په داسې حال کې چې سعودي کې د ټولو مړو شمېر ۴۱ تنه دی.

سعودي کې د کرونا وایرس وروستۍ شمیرې:

[cvct country-code=”SA”]
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین زاهد نیازی

شاهی کورنی د سعودی روان اسلامی نظام لید لوری غواړی چی په غربی دیموکراسی بدل کړی ، انشاالله دا ارمان به ګورته یوسی د کایناتو مالک نیول دیر سخت دی ، په ټاپوګانو او مدیترانی بحیری کی ګوشه کیدل هیڅ ګټه نلری الله ج هر ځای چی وغواړی خپل بندګانو نه د ګمارل شوی ملایکی پواسطه روح قبض کولی شی

الحاج استاذ بیانزی

دا هم حیرانونکی او له شک څخه په یقین بدلیږی چه سعودی کی پر کرونا نارغی اخته کسانو شمیره دری زرو ته رسیږی سعود شاوخوا شل شاوخوا اولس میلونه نفووس لری له دغه اولس میلونو له ډلی ۱۵۰ پکی د سعودی له کورنی دی دا ډیره لوړه شمیره ده په داسی حال کی چه هغوی ټول بیلونران دی هغوی هم کولای شو د سلمان او محمد بین سلمان په شان کوم ټابو ته پناه وړی وی او ځان یی ګوښه کړی وی ولی یی پناه نه ده وړی ؟
بله دا چه یو نیم سل کسان د دری زرو کسانو یو نیم سل فکر کوم لس سلنه کیږی دا څرنګه ممکنه ده چه لس سلنه یی شاهزادګان وی ؟
فکر کوم د بیالوژیکی جنګ په شان دغه یونیم سل کسان خبله د محد بن سلمان په واسطه مصاب شوی او خپله یی له دی ویری چه د هغوی کورنی دوی مصاب نه کړی کوم نامعلوم ټاپو ته یی پڼاه وړی د الله ج د عذاب څخه به هلته ونه ژغورل شی مګر دا چه الله ج یی دغه وخت د مرګ نیټه نه وی مقدر کړی ،
داسی معلومیږی لکه سلمان او محمد بن سلمان په رګو کی چه د کوم یهودی وینه چلیږی د نوری سعودی کورنی او په مجموع کی عربانو سره ډیر توبیر لری دغه کار چه د بل هیواد په سفارت کی دی خپل مخالف په هغومره وحشت وژل کیږی او امریکا سره د دی چه د دموکراسی شعارونه هر چیری زمزمه کوی نه یواځی په ضد یی څه ونه ویل حتی د پخوا په شان دوستی ورسره پالی لکه سعودی چه سیمه کی بل اسراییل وی .

انجینر سخی ګل

د سعودی شهزادګانو !!!! د الله تعالی دغه آیتی شریف ندی لوستلی چه وایی ( اینما تکونوا یدرکم الموت و لوکان فی بروج مشیده) هر چیرته چه یاست مرګ مو مومی در خی به اګر که په ډیرو محکمو برجونی هم یاستی نو د سعودی شهزادګان د مرګ ځخه نه خلاصیږی که جزیره ته ځی او که غرونو ته خو د دوی لپاره د نجات ښه لاره داده چه الله تعلی ته پناه یوسی او بس

سرفراز

نوموړی شاهی کورانۍ په عیش اوعشرت کی ډوبه او الهی قهر ورباندی نازل شوی دی دځمکی او کایناتو په سر تنها دالله ج حکم به جاری وی اودا د الله دحکم نه سرعړونکی به خامخا دالله ج له قهر سره مخامخ کیږی

طوطی

توبه ربه توبه. هلته به ورته الله کوم بله بلا نازله کړی چی په کرونا شکر وباسی. له مرګه تیښته نشته ولو چی سپږمی ته وخیزی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close