لیکنېنظــر

د بندیانو نه خلاصون، د سولې په وړاندې خنډ او مسئولیتونه

په راتلونکي کې د هرډول پيښو، غیرمترقبه تحولاتو اوستونزو مسئولیت به د هغه چا پر غاړه وي چې د سوله ایزو او سیاسي حل لارو په عملي کیدو کې خپله ونډه نه ادا کوي

د ذبیح الله مجاهد لیکنه:

له امریکا سره د اسلامي امارت په توافقنامه کې په دې خبره خورا صراحت موجو دی چې باید د تیر حوت میاشتې په شلم تاریخ بین الافغانی مذاکرات پيل شوي وای ترڅو د افغانستان قضیې ته د خبرو اترو له سوله ايزې او غیرپوځي لارې حل پیدا شوی وای.

د توافقنامې په متن کې دا صراحت هم موجود دی چې د باور رامنځته کیدو په خاطر باید دواړه جهتونه، ۶ زره بندیان له بند څخه خلاص کړي چې ورسره د مذاکراتو میزته د ورتګ لاره پرانستل شي.
په دې اړه له امریکا سره د توافقنامې متن په لاندې ډول صراحت لري:

(تر پنځه زره (۵۰۰۰) پورې د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، بندیان، او تر زرو (۱۰۰۰) پورې د بلې غاړې بندیان به په ۱۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۲۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۱۰/مارچ/۲۰۲۰م تاریخ، د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځې پورې، خوشي شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې په ورپسې دریو میاشتو کې پاتې ټول بندیان خوشي شي. متحده ایالتونه د دغه هدف د بشپړولو ژمنه کوي.)

په پورته متن کې د امریکا متحده ایالتونه مکرره ژمنه (کلکه وعده) کوي چې د بندیانو د خلاصون پروسه به د بین الافغاني مذاکراتو د شروع تر لومړۍ ورځې تکمیلوي.

پورته ژمنو او توافقاتو ته په کتو امریکا د یو مسئول جهت په توګه وظیفه لري چې د بندیانو د خلاصون پروسه بې له کوم ځنډ، خنډ او جنجال څخه پيل کړې او تکمیل کړې وای، ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره چې مهم هدف او د راتلونکو پرمختګونو لپاره ستر سیاسي ګام دی، زمینه مساعده شوې وای.

د کابل ادارې هم په دوه دلائلو مسئولیت درلود چې د دغې پروسې په عملي کولو کې يې خنډونه نه وای رامنځ ته کړي.

لومړی: له امریکا سره شوې توافقنامه له خپلو ټولو جزئياتو سره، د امریکايي مسئولینو خصوصا ډاکټر زلمي خلیلزاد لخوا په هرځل د کابل ادارې له چارواکو او نورو سیاسي جهتونو سره شریکه شوې او منل شوې وه.

دوهم: که له امریکا سره شوې توافقنامه په سم ډول عملي شي، هلته پخپله د بین الافغاني مذاکراتو د پيل ژمنه شوې چې بې له شکه ترهرچا ډير د کابل اداره او نور سیاسي جریانونه اشد ضرورت ورته لري.
اوس چې روان جریان ته ګورو نو ښکاري چې د کابل اداره یاخو له تجربې څخه بې برخې ده او یا په اداري او ملي مسائیلو کې د تعامل وړ تیا نه لري او یا هم په قصدي ډول اوبه خړوي او ماهیان په کي نیسي، کله د بندیانو پر سر د تخنیکي ټیمونو ناستې ته د مذاکراتو رنګ ورکوي، کله دیوه ساعت خبره په اوونۍ کې هم نه خلاصوي، کله د بندیانو له بشري موضوع څخه سیاسي ګټه تر لاسه کوي، کله شوې ژمنې شاته غورځوي او د بندیانو تبادلې ته د کرونا مرض، د عمر زیاتوالي او د اشرف غني د فرمان رنګ ورکوي.
کله چې د اسلامي امارت هیئت په کابل کې د خلاصیدونکو بندیانو د تصدیق او د پروسې د تسهیل لپاره موجود و، نو بهانې یې کولې خو چې هېئت را ستون شو بیا یې د یو شمیر نامعلومو بندیانو د خلاصون اقدام وکړ چې دا هر څه د دې پروسې ګډوډول او د واقعي سولې په مخ کې په لوی لاس خنډونه پیداکول دي.
که د دې ډول خنډونو په ایجادولو سره د بین الافغاني مذاکراتو مخه نیول کیږي، مخکني شرائط يې له پامه غورځول کیږي او نوي شرطونه وړاندې کیږي معنی يې دا ده چې د جنګ دوام او له هغې لارې د مسائلو حل ته ترجیح ورکول کیږي.

اسلامي امارت چې د اشغال او داخلي فساد د خاتمې او اسلامي نظام د حاکیمت لپاره يې نولس کاله مبارزه کړې یواځې نظامي مبارزې او د جهاد دوام ته اړ کیږي.

په راتلونکي کې د هرډول پيښو، غیرمترقبه تحولاتو اوستونزو مسئولیت به د هغه چا پر غاړه وي چې د سوله ایزو او سیاسي حل لارو په عملي کیدو کې خپله ونډه نه ادا کوي، د تخریب مخه نه نیسي او یا په لوی لاس په پروسه کې خنډونه ایجادوي.
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx