افغانستان

پاکستان: اسلم فاروقي دې د لا نورو څېړنو لپاره موږ ته وسپارل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د پاکستان سفیر د افغان حکومت د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي، چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر «اسلم فاروقي» چې په دې وروستیو کې یې ملي امنیت د نیولو ادعا کړې وه، باید پاکستان ته وسپارل شي.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د داعش ډلې فعالیتونه د پاکستان په زیان وو او دوی وخت ناوخته په دې اړه له افغانستان سره خپلې اندېښنې شریکې کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې « دا چې اسلم فاروقي په افغانستان کې پاکستان ضد فعالیتونه کول، نو ځکه باید پاکستان ته وسپارل شي، تر څو نورې څېړنې ترې وشي.»

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د کابل حکومت ملي امنیت ادعا وکړه، چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر «اسلم فاروقي» یې له خپلو ګڼو نورو ملګرو او قوماندانانو سره يو ځای د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی.

ملي امنیت په کابل کې د ګڼو خونړیو بریدونو پړه پر اسلم فاروقي واچوله او د اهل هنودو په عبادتځای باندې وروستی ډله ییز برید یې هم دده کار وباله.

د اسلم فاروقي د نیولو تر ادعاء وروسته طالبانو د بېلابېلو تبصرو له لارې یاده کړه، چې نوموړی د سلګونو نورو داعش جنګیالیو په څېر نیول شوی نه بلکې پناه ورکړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x