افغانستان

د عبدالله ویاند: د اشرف غني له ټيم سره خبرې تر دې دمه بې پایلې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله د ټیم یو تن ویاند «فریدون خوځون» د اشرف غني له ټيم سره تر دې دمه خبرې بې پایلې بللي دي او د بحران د نه حل کېدو په صورت کې یې د همه شموله حکومت د کابینې د اعلان ګواښ کړی.

فریدون خوځون دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال کړې، ده ویلي « له اشرف غني سره تر دې دمه خبرې بې پایلې دي، که چېرې په ټاکل شوي مهلت کې خبرې پایله ورنکړي، هغه کارونه چې موږ فکر ورباندې کړی، عملي کوو.»

په ورته وخت کې د ارګ مرستیال ویاند «دوا خان مینه پال» بیا وایي، دوی د معقولو غوښتنو اورېدلو ته تیار دي او باور یې دادی، چې اختلافات د مذاکراتو له لارې حل کېدای شي.

د اشرف غني او عبدالله اختلافات چې له ټاکنو راپدېخوا روان دي، تر دې دمه د منځګړو له پرلپسې هڅو سره، سره بې حله برېښي، چې له امله یې د اشرف غني نوې ګمارنې هم درېدلې.

څلور ورځې وړاندې د عبدالله او غني تر منځ د جوړجاړي هڅه کوونکو له عبدالله هیله وکړه، څو د بحران د حل لپاره ټاکل شوی وخت وغځوي او له  اشرف غني یې وغوښتل، څو د کابینې نوې ګمارنې ودروي.

دواړو د منځګړو غوښتنې ومنلې عبدالله عبدالله د مذاکراتو د حل لپاره وخت وغځاوه او اشرف غني د پنځه ورځو لپاره ګمارنې ودرولې، چې سبا دا مهلت پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې نړیوال په ځانګړي ډول امریکا په پرلپسې ډول د «همه شموله حکومت» د جوړولو غږ کوي او ګواښ کوي، که سیاسي اختلافات پای ته ونه رسېږي مرستې به نورې هم کمې کړي او ټول ځواکونه به وباسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close