نړۍ

یوه هندي د اماراتو د بانکونو څخه ۲۴ ملیارده درهم تښتولي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۹ل): یو هندی تاجر په دې توانیدلی چې د متحده عرب اماراتو د ۱۲ بانکونو څخه ۲۴ ملیارده درهمه اختلاس وکړي او هندوستان ته د پيسو سره وتښتي.

دغه هندی تاجر چې د بي آر شیټي نومیږي، په دبۍ کې یو د مشهور ترینو تاجرانو څخه وو، کلونه وړاندي اماراتو ته د ۸ ډالره سره تللی وو، خو هلته یې د شخصي کلینک خلاصولو وروسته دومره ترقي وکړه چې د هیواد د صحې خدماتو زیاته برخه کې دده ونډه وه. لوی روغتون یې جوړ کړی وو او د الامارات للصرافه په نامه یې صرافي هم خلاصه کړې وه، د نوموړي د شرکت په دبۍ کې او لندن په سټاک اکسچینج کې غړی وو.

په دې وروستیو کې ویل کیږي چې د کرونا له راتګ وروسته، اقتصادي بحران او په متحده عرب اماراتو کې د سرمایې د نه خوندیتوب له ویرې هند ته تښتېدلی او له ځانه سره یې د ۶.۶ ملیارده ډالر چې ۲۴ ملیارده درهم کیږي، په خپلې خصوصي الوتکه کې په ۲۵ پروازونو کې وړي دي.

نوموړی توانیدلی چې د اماراتو د حکومت سره د کرونا د مخنیوي لپاره د طبي سامان الاتو د راوړلو عقدونه وکړي او پر اساس یې د بانکونو څخه په لوړ شمیر پیسې وباسي او له ځانه سره یې هند ته انتقال کړي.

د ابوظبي د وليعهد محمد بن زاید آل نهیان مستشار عبدالخالق عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي: څرنګه یو تاجر وکولای شي چې یو بانک نه بلکې ۱۲ بانکونو ته دوکه ورکړي او ۶.۶ ملیارده ډالر چې ۲۴ ملیارده درهم کیږي، له ځانه سره یوسي. دا ښکاره فساد څرنګه تر سره سو، حکومت، مالي رقابت او امنیت چیري وو؟

ویل کیږي چې د کرونا سربېره د دې لوی مالي فساد وروسته به د متحده عرب اماراتو اقتصاد لویه ضربه وویني.

حکومت د نوموړي صرافه (شرکت الامارات للصرافه) بنده کړې او د نوموړی د شرکتونو په ټولو مالي چارو کې يې تحقیقات پيل کړي دي.

بلخوا کارپوهان وايي چې متحده عرب اماراتو یو وخت د بي آر شیټي د صرافې او شرکتونو په واسطه غوښتل تر څو د قطر هیواد اقتصاد ته ضربه ورسوي ځکه یې هم دغه تاجر ځانته نیژدې کړی وو او اعتماد یې باندي کړی وو، خو په وینا یې نوموړی په قطر کې ناکامه او په اماراتو کې یې په بریا سره خپل کار وکړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Seaad

ېعنې احمقان ئ نړې ته په صحېح توګه معرفی کړل???
دوئ به چېری په دسېسو او ېا عېاشی بوخت ول???

سیدزرغون شاه آغا

تا احمق در جهان است
مفلس در نه میماند

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close