نظــر

د سولې دښمن څوک دی؟

عبدالرقیب رقیب

پورتنۍ پوښتنه داسي پوښتنه ده چې په اوس کې ډیره تکرارېږي، موږ به یې مستقیمه نه ځوابوو، بلکي غواړو حقائق ولیکو او بیا د حقائقو په رڼا کې پریږدو چې لوستونکي یې ځواب کړي.
– په (۲۰۰۱)م.كال امریکا په خپل برید کې افغان میشت اسامه تورن کړ؛ دلته له حاکم نظام (اسلامي امارت) نه یې د اسامه ورسپارل وغوښت؛ خو اسلامي امارت نړۍوال قانوني چلند تجویز کړ، ترڅو قضیه په اصولي شكل حل شي. اما امریکا ټول اصول ترپښو لاندي کړل او د ټولو قوانیونو خلاف یې په افغانستان جنګ پيل کړ…!
نو د سولې دښمن څوک شو؟؟

– امریکا د جنګ په دوران کې له افغانستان نه تجرید شوي مجرمین د ځان ملګري کړل، جنګ شدت ومومند، امریکا او ملګرو یې په طالبانو کړۍ تنګه کړه او بیا یې د خبرو وړاندیز وکړ، طالبانو ورسره موافقه وکړه چې د سر د امن او کورونو ته د سالم رسولو په شرط ورته خپلې اسلحې ږدي؛ خو امریکا او د هغې افغاني حلیفانو په سوله کې غدر وړ، لاس تړلي طالبان یې وویشتل یایې وسوځول. د وخت فعال نظام (اسلامي امارت) منحل شو ..
نو د سولې دښمن څوک شو؟؟

– طالبانو د حکومت له نړیدو وروسته بیا د خبرو لاره ونیوله، د موقت حکومت مشر (حامد کرزي) ته یې د خبرو بلنه ورکړه ترڅو یوې داسي موافقې ته سره ورسیږي چې په اساس یې په افغانستان کې د احتمالي جنګ مخه ونیوله شي؛ خو امریکا اجازه ورنه کړه او د وخت افغان حاکم د امریکا ترڅنګ د طالبانو په ضد عملیاتو ته دوام ورکړ؛ کورونه یې بمبارد کړل، خلک یې ونیول، جلا وطنه یې کړل، شهیدان یې کړل او د طالب په نوم له ټولو افغانانو یې د ژوند حق واخیست…!

نو د سولې دښمن څوک شو؟؟

– ملا محمدعمر- رحمه الله – مجبور شو، طالبانو ته یې د جنګ امر ورکړ؛ طالبانو چریکي بريىونه پیل کړل، ورځ تربلې ورسره ولسونه یوځای کیدل، د وخت له تیریدو سره د طالباو چریکي جنګونو ټولیز او تعرضي رنګ واخیست؛ امریکا ته ثابته شوه چې طالب یعني افغان ولس. او د ولس ماتول څه آسانه خبره نه ده، نو یې طالبانو ته د خبرو وړاندیز وکړ؛ طالبانو یې وړاندیز ومنل او د ملا محمدعمر – رحمه الله – په فرمان یې عربي هیواد (قطر) ته خپل مذاکراتي پلاوی ولیږل، هلته یې د خبرو لپاره دفتر پرانیست؛ خو په افغانستان کې د امریکایانو حامي حاکم (حامد کرزي) د یوې لوحې په پلمه د دفتر مخالفت وکړ، او د سولې خبرې په ټپه ودریدلې؛ جنګ بیا کلونه وغځيد!!

نو د سولې دښمن څوک شو؟؟

– د طالبانو د مقاومت لوی شرعي او حقوقي باعث په افغانستان کې د امریکا شتون و، کله چې په (۲۰۱۴)م. کال اشرف غني واکمن شو نو په ځای د دې چې د امریکا د وتلو فرصت یې برابر کړی وای، له امریکا سره یې تړون لاسلیک کړ، داسي تړون چې نه یواځي دا چې د امریکا یرغل یې اوږد کړ، بلکي امریکایانو ته یې په افغانستان کې د هرډول جنایت اجازه ورکړه، او د قضایې مصؤنیت په نوم یې دلته د امریکا عسکر په قانوني لحاظ له ټولو جرمونو بري الذمه ثابت کړل!!

نو د سولې دښمن څوک شو؟؟

– په (۲۰۱۹)م. کال امریکا له جنګه دومره ستړې شوه چې حوصله او روحیه یې له لاسه ورکړه، په افغانستان کې د حاکم مذبذب حکومت نه په صرف نظر یې له طالبانو سره دریدلې خبري له سره تودې کړې، دې خبرو میاشتې ونیولې، د کابل حکومت څخه امریکا ته ډیري ګیلې مرکې وشوې ترڅو له طالبانو سره خبري ودروي او جنګ ته دوام ورکړي، تردې چې د وخت حاکم (اشرف غني) امریکایې مشر (ټرمپ) ته مکتوب ولیږل، ورته یې وویل چې د عسکرو مصارف موږ په غاړه اخلو خو تاسو دلته پاتي شئ.
امریکا چې د خپل ولس ترفشار لاندي وه، کوشش یې وکړ چې مذاکرات نتیجې ته ورسیږي، هغه و چې د سولې مسوده لاسلیک ته چمتو شوه، خو د امریکا جمهور رئیس په کابل کې د دوو امریکایانو د وژل کیدو په پلمه لغو کړه او جنګ بیا څو میاشتې وغزیده!!

نو د سولې دښمن څو شو؟؟

کله چې د امریکا د ټاکنو وخت رانژدې شو، هر نوماند کوشش کاوه ترڅو خپل ولس ته د افغانستان د اوږده جنګ نه د خلاصون ضمانت او زیری ورکړي، او په دې سره د ولس اعتماد او رایه ترلاسه کړي، هغه و چې فعال حاکم (ټرمپ) بیا خبرو ته زړه ښه کړ او له طالبانو سره یې ژمنه وکړه چې خپل عسکر به وباسي، په طالبانو به بریدونه نه کوي، او د طالبانو (۵۰۰۰) بندیان به آزادوي. په مقابل کې یې طالبانو هم د کابل د حکومت د (۱۰۰۰) بندیانو د آزادولو ترڅنګ دا ضمانت ورکړ چې امریکا ته به د افغانستان له خاورې تاوان نه رسېږي او د بندیانو له تبادلې وروسته به د بین الافغاني خبرو په سلسله کې جنګ ته د پای ټکی غوښتل کیږي. خو امریکا د موافقې د لاسلیک په دوهمه ورځ په هلمند کې په طالبانو هوایې برید وکړ، او د تبادلې د نیټې له پوره کیدو سره یې تبادله ونکړه بلکي په شا شوه؛ هغه وه چې جنګ بیا شدت وموند او په تیزۍ روان دی !!

نو د سولې دښمن څوک دی؟؟

د کابل حکومت یو خوا وایې «مومنان یو، د الله قانون منو» بل خوا وایې په شرعي نظام کې اختلافات دي، جوړ ورباندي نه راځو نو باید جمهوري نظام او د امریکانو په لاس راغلی نظام عملي شي، کنه نو جنګ ته دوام ورکوو. حال دا چې د امریکا له خوا په راوړل شوي نظام کې معیار یا خو د شنو ګوتو نشانونه دي چې بالکل خپل ځانونه نشي ثابتولای، چې جعلي دي او که واقعي؛ او یا هم سره او زرغونه کارتونه پورته کول، چې پورته کوونکی یې شاید ذمي کافر او یا دومره بې دلیله او بې منطقه شخص وي چې هیڅ په خبره نه ارزي
اما د شریعي نظام هغه معیار چې له (۱۴۰۰) کلونو راپه دې خوا د اسلامي امت لویو علماو او سیاست پوهانو ترتیب کړی دی، اصول یې قران، حدیث، اجماع او قیاس دي، او مرجحین یې داسي شرعي او اجتهادي دلائل دي چې د دوی د سرو او شنو کارتونو پورته کوونکي یې بیخي عمق ته نشي رسیدلای؛ دوی دغه نظام د عمل قابل نه ګڼي خو په امریکایې نظام ایمان لري او وایې که دغه امریکا راوړی نظام ونه منل شي، جنګ ته دوام ورکوو!!

نو د سولې دښمن څوک شو؟؟

د سولې دښمن څوک دي؟

د القلم خپرندویه ادارې د فکري سمون په خپرونه کې…هیله دا ویډیو لایک او شیر کړئ.. او د نن ټکي اسیا فیسبوک پاڼه د خپلو ملګرو سره شریکه کړئ.

Posted by nunn.asia web on Thursday, 9 April 2020

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close