نظــر

مونږ به له رسنیو څه ګټه ووینو؟

عبدالرحمن عابد

تیره ورځ د ټوېټر بنسټګر جک ډورسي اعلان وکړ چې د کرونا وېروس د مخنیوي لپاره یو ملیارد ډالر مرسته کوم، چې د هغه د ټولې شتمنۍ ۲۸ سلنه کیږي. د ټویټر کارونکو هم په دې ورځ په خپلو ځانونو فخر وکړ، چې د یو بشر پاله انسان په لاس جوړ شوی (Apps) کاروي. ټولو خواو د جک ډورسي په دغه بې ساري اقدام وستایه او افرین یې پرې ووایه.

پرون مې چې ګوګل کروم خلاص کړ؛ نو د سرچ له اپشن سره نیږدې یې یو بله لیکه هم ورزیاته کړې وه او هغه د کرونا د پيژندې، د مخنیوي لارې چارې، ځان ساتنې، د مثبتو، بیرته رغېدلو، مړو او اخته کسانو شمېرې وې، چې په یو کلیلک سره دې دا ټول معلومات ترلاسه کولی شول او په کتلو یې چې بیخي ډیرې (MB) مصرف شي؛ نو ۱۰ دي شي، چې یوه افغانۍ قیمت لري.

له دې ور هاخوا فیسبوک هم په نیوز پيډ اپشن کې له کرونا سره د مبارزې او له دغه وژونکي وېروس د ځان ساتنې څو کرښې لیکلې چې د هر فیسبوک کارن په وال (اکاونټ) کې لیدل کیږي.

د ټولنیزو رسنیو زیاتره پروګرامونه (ګوګل کروم، فیسبوک، ټویټر، انیسټاګرام، وایبر، ایمو، واټساپ…) چې میلیونونه استعمالونکي لري د کرونا پر خلاف یې د اعلاناتو خپرولو، لارښوونو نشرولو او وړیا مرستو ویشلو له لارې مبارزه پيل کړې ده.

د دې ترڅنګ په بهرنیو هېوادونو کې د اطلاعاتو د خپرولو هر دولتي او شخصي ارګان، رادیوګانو او تلویزیونونو هم د دغه خطرناکې وبا په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي رسولو په برخه کې خپلې هلې ځلې پیل کړې، چې ځینو ته یې په بدل کې ډیر کمې پیسې په لاس ورځي او ډیر نور یې د انسانانو د خوندیتوب په خاطر وړیا ترسره کوي.

خو په ګران هېواد افغانستان کې چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې پکې سختې جګړې روانې دي او د نړیوالو په اصطلاح کرونا پکې زیاته وحشي او وژونکې ثابتېدلی شي. له کرونا سره د مبارزې په خاطر ۲۷ میلیونو پورې افغانۍ مصرف شوې دي. دغه پیسې چې د ولسمشر سلاکار او د کرونا په اړه د عامه پوهاوي کمیټې مشر وحید عمر په اعلاناتو، پوسټرونو لګولو، تمثیلونو او نورو لارو لګولې په بې دردۍ د ملت له بودیجې وهل شوې او پراخ فساد پکې شوی دی. که څه هم چې ولسمشر غني او د حکومت ټول (کوچني او غټان) چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي نارې وهي؛ خو وحید عمر چې د دې پيسو په اړه پوښتل شوی تر دې دمه یې حساب نه دی ورکړی. هغه وایي: ټولې ۲۷ میلیونه افغانۍ له کرونا سره د مبارزې په برخه کې مصرف شوې. له دغو پیسو څخه زیاته برخه تلویزیونو ته ورکړل شوې ده. زه حیران یم، چې د ټویټر په څير ستره اداره ۱ میلیارد ډالر وړیا مرسته کولی شي. فیسبوک چې میلیونونه کارونکي لري بې پیسو اعلانات نشروي؛ نو یو عادي تلویزیون چې تاسې یې د دیموکراسۍ لاسته راوړنه بولۍ ولې یو اعلان وړیا نه نشروي. په داسې حال کې چې زمونږ ولس د کرونا له ویرې، پراخې بې وزلۍ، جګړې او اداري فساد سره مخ دی. څه شوه زمونږ لاسته راوړنه. ولې هغوی په یو دقیقه یي اعلان ۱۰۰۰ ډالره اخلي. چیرې دي زمونږ هغه رادیو ګانې چې هره ورځ د مینوالو په یو زنګ سره ۴ یا ۵ دقیقې سندره لګولی شي؛ خو خلکو ته د هغوی د ژوند خوندي کولو په خاطر یو وړیا اعلان نشي نشرولی. (استثنا شته)

چې یو عادي، لوچک، فاحش او زمونږ د ټولنې (ځوانانو او ماشومانو) د بې لارې توب سیریال په هفته کې ۶ ورځې پرته له کومې معاوضې نشریږي؛ نو یو ژغورونکی اعلان چې د سیریال په نثبت ۶۰ ځله کم وخت نیسي ولې تر خلکو و نه رسول شي.

نو خبره دا شوه، چې زمونږ زیاتره رسنۍ په ټوله معنا کې غلامې او مزدورې رسنۍ دي، چې ډيری کارکوونکي یې د نورو په اشارو نڅیږي او د ولس غم ورسره هیڅ نشته. څه به شوي وای که هرې خبري رسنۍ یو، یو اعلان وړیا نشر کړی وای. ۲۷ میلیونه افغانۍ چې دوی خپلو جیبونو ته واچولې ولې بې وزلو کورنیو ته چې د کرونا د بندیزونو پرمهال د یوې مړۍ خوراک بندوست نه لري؛ نه ورکول کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close