ټکنالوژي

«ټویټر کې د کرونا په اړه د ټرمپ د معلوماتو په ګډون ۶۰سلنه ناسم دي»

ټرمپ د هغو سیاسیونو په سر کې دی چې پر خپله ټویټرپاڼه یې د کرونا په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وری، ۱۳۹۹ل): پر ګڼ شمېر ټولنيزو رسنيو، ویب پاڼو او پليټ فارمونو کې د عامې وبا کرونا وايرس په اړه زیاتره داسې خپريږي چې اصلي سرچینه نه لري.

د بهرني خبري اژانس د راپور په وينا د اکسفورډ انټرنيټي انسټیټیوټ څيړونکو په خپله ترسره کړې څيړنه کې زياته کړې چې پر ټويټر د کرونا وايرس په اړه ۶۰ سلنه معلومات ناسم دي، له بل پلوه د کرونا وايرس په ناسم معلوماتو خپرولو کې يوټيوب او فیسبوک هم شامل دي، چې يوټيوب ۲۷سلنه او فیسبوک ۲۴سلنه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

څيړونکي زياتوي چې د ناسمو معلوماتو په خپرولو کې ۲۰ سلنه سياسيون او يو شمير پيژندلې څیرې هم شاملې دي.

د ورکړل شوي راپور له مخې د امریکا متحده ايالاتونو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» او د برازيل  ولسمشر «جيري بولسونو» د هغو سياسيونو په ليست کې دي، چې پر خپلو ټولنيزو رسنيو حسابونو کې یې د کرونا وايرس په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

څيړونکي زياتوي چې له بده مرغه ډيری  خپاره شوي معلومات د خبرتيا ليبل پرته لا هم په انټرنټ کې شتون لري او لا نه دي لري شوي، خو اوسمهال درې واړو ټولنيزې رسنیو د کرونا وايرس په اړه د جعلي معلوماتو خپرولو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پېل کړي دي.

د کرونا وایرس له پېله چین د یو شمېر امریکایي رسنیو او سیاسي مبصرینو لخوا پر دې تورنېده چې د کرونا وایرس د اخته کسانو او د مړینو په اړه کره او سمه شمېره نه ښيي، دغه راز په دې اړه ایران هم د امریکا له تورونو سره مخ شوی دی، خو دغو هېوادونو یاد تورونه په کلکه رد کړي دي.

د يادونې وړ ده چې دا مهال د نړۍ یو شمېر سازمانونه او څیړنیز مرکزونه لګيا دي د چين له ووهان ښار څخه د خپور شوي وايرس په اړه د ناسم معلوماتو د خپرولو مخه ونيسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close