روغتیا

کرونا وایرس؛ هېواد کې خلک اوس هم له قرنطین کېدو ویره لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې افغان حکومت هېواد کې د کرونا وبا د مخنیوي په خاطر عامه پوهاوي او وقایوې تدابیر لازم وګرځول، چې په دې لړ کې ۲۸ ملیونه افغانۍ لګښت وشو، مګر اوس هم په خصوصي او دولتي روغتونونو کې خلک له قرنطین کېدو ویره لري.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، زیاتره هغه کسان چې کابل کې پر کرونا اخته شوي نه غواړي روغتون کې ځانونه قرنطین کړي، د چارواکو په وینا، خلک له دغې وایرس څخه ویره لري، له همدې کبله روغتون ته نه حاضریږي او له روغتیایي پاملرنو بې برخې کیږي.

کابل ښار کې اوسمهال لسګونه کسان پر کرونا اخته شوي خو د چارواکو په وینا یوازې ۵ یې روغتون کې قرنطین شوي او تر تداوۍ لاندې دي.

د روغتیا وزارت چارواکي زیاتوي، که پر کرونا اخته کسان په دې لړ کې غفلت وکړي او په روغتون کې قرنطین نه شي ممکن د کابل ښار زیات وګړي ددغه وژونکي وایرس ښکار شي.

د روغتیا وزارت مرستیال فدامحمد پيکان تېره سه شنبه په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې ویلي وو چې د کابل له ۷۳ کرونا ناروغانو څخه یوازې پنځه تر پاملرنې لاندې په روغتون کې دي او پاتې نور کور کې پاتې کېدو ته لومړیتوب ورکوي او روغتون ته نه حاضریږي.

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې روغتون کې د کرونا معاینات ترسره کړي تر نتیجې راتلو یې روغتون کې نه پاتې کیږي او خپلو کورونو ته ځي، کله چې ورسره تماس ونیول شي د وزارت خبرې ته اهمیت نه ورکوي او په کور کې پاتې کیږي.

د ځینو راپورونو له مخې په کابل کې ممکن زرګونه کسان پر کرونا اخته شوي وي، خو روغتیا وزارت یوازې د ۷۳ کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي، دوی د ګرځبندیز نه مراعتول او د ناروغانو غفلت ددې لامل بولي. روغتیا وزارت هم پلازمینې کابل کې د ډيرو پېښو د اټکل خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت رئیس فیروز الدین فیروز وایي، په هېواد کې هیڅ خصوصي روغتون ته اجازه نه ورکوي تر څو د کرونا معاینات ترسره کړي، یاد وزارت په دې لړ کې ځینې روغتونونه تړلي هم دي.

د روغتیا وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې د امیري روغتون په اړه (کوم چې تړل شوی) ویل شوي وو چې دغې وزارت له اجازې پرته د کرونا معاینات ترسره کول، دغه راز یې ۶سلنه کارکوونکي هم په کرونا اخته شوي او یو ډاکټر مړ شوی دی.

د روغتیا وزارت لخوا ویل شوي، ځينې روغتونونو او لابراتوارونو پر خپل سر د پيسو په بدل کې د کرونا وایرس معاینات ترسره کول، په داسې حال کې چې روغتیا وزارت په دولتي او ځانګړو روغتونونو او لابراتوارونو کې د کرونا مفت معاینات ترسره کوي.

بل لوري ته د اشرف غني سلاکار وحید عمر په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه چې د حکومت لخوا د کرونا پر وړاندې د مخنیوي او د عامه پوهاوي لپاره یوه میاشت وړاندې کمیتې ټاکل شوې وه، دغې کمیټې په تېره یوه میاشت کې ۲۸ملیونه افغانۍ لګښت کړی.

د حکومت بې باوري، د روغتیا وزارت ناسم معلومات، په روغتونونو کې د کرونا مخنیوي توکو او نورو تجهیزاتو او وسایلو کمښت، ناتجربه کارکوونکي او داسې نور ګڼ شمېر کارونه ددې لامل شوي چې هېواد کې د کرونا په اړه خلک پر دغو وزارتونو بې باوره شوي، او په وینا یې نه غواړي روغتون کې بستر او د مرګ خولې ته ځانونه ویسي.

باید وویل شي چې د حوت په پنځمه په هرات ولایت کې د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوه، کله چې یو ۳۵ کلن کس د ایران له قم ښار څخه هرات ته راستون شوی و، که څه هم دغه کس له روغېدو وروسته رخصت شوی خو بیا هم تر دې مهاله په هېواد کې نږدې ۵۰۰ قضیې ثبت شوي او ۱۵ کسان مړه شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close