
کرونا/ حسان ضعيف
د خدای قدرت دی نن مې داسې افسانه ولیده
مرغان ازاده قید په کور مې زمانه ولیده
د ازادي شعار خاموش ولو په هره خوله کې
نن مې مایوسه بشردوسته بهانه ولیده
چې یې حجاب ته بد ویل حجاب یې نه منلو
خوله مې تړلې نن د هغې زنانه ولیده
د زهر غوړپ جام د زقوم وو او عذاب چا لره
څوک مې خوشحاله د رحمت په خزانه ولیده
حمد و ثنا ده تل و تاته لا مثال خالقه
ما بې ارزښته نن هر څه دانه دانه ولیده
حسان ضعیفه دنیا ټوله په خپل غم اخته وه
خو یو څه تنه مې د عشق پر میخانه ولیده