روغتیا

افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۵۰۰ پورته شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ددې هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۳۷ نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر ۵۲۱ ته پورته شو.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ پېښې په کابل، ۸ په هرات، په کندهار، لوګر، دایکندي او تخار کې دوه دوه، دغه راز په پروان، بامیان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبته شوې ده.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د لارې بندیدو له کبله بند پاتې شوي کډوال هېواد ته د تورخم او چمن فرضي پولو له لارې راستانه شول، د کرونا ناروغۍ په پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په تېرو درې ورځو کې له سلو زیاتې پېښې ثبت شوي چې د پخوا په پرتله تر ټولو زیاتې دي.

کرونا وایرس په افغانستان کې د حوت میاشتې له پنځمې (فبروري ۲۴مې) څخه خپور شو چې نږدې دوه میاشتو کې له ۵۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي او ۱۵ کسان مړه شوي دي، دغه راز تر اوسه ۳۲ تنه بیرته روغ شوي هم دي.

کارپوهان وایي هېواد کې د پېښو شمېره له دې څو چنده زیاته ده، خو معایناتو ته بشپړ لاسرسی نه درلودل او د خلکو د غفلت له کبله روغتیا وزارت کره شمیرې نه شي ترلاسه کولی.

د روغتیا وزارت ځینې چارواکو څو ورځې وړاندې د پلازمینې کابل په اړه اندیښنې ښودلې وې چې دغه ولایت کې ممکن زرګونه کسان پر کرونا اخته وي خو خلک له قرنطین کېدو ویره لري، اوس هم دغه ولایت کې له سلو زیاتې مثبتې پېښې ثتبې شوي خو یوازې پنځه ناروغان روغتون کې قرنطین دي.

اوسمهال هرات د افغانستان په زیاتو اغیزمنو ولایتونو کې دی چې تر ټولو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي دي، دغه ولایت کې د پېښو شمېر له ۲۵۰ پورته دی، همدا راز کابل کې ۱۱۱، کندهار کې ۳۴، نیمروز کې ۲۱، بلخ کې ۱۳ او پاتې نورې په بېلا بېلو ولایتونو کې ثبتې شوي دي.

باید وویل شي چې خوست، اورزګان، جوزجان، لغمان، پنجشیر، نورستان او کنړ هغه ولایتونه دي چې تر اوسه په کې د کرونا کومه مثتبه پېښه نه ده ثبت شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close