روغتیانړۍ

د کرونا وایرس ۱۰۰ ورځې، ۱.۶ ملیونه ناروغان او ۹۶زره مړینې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وری، ۱۳۹۹ل): چین د تیر ۲۰۱۹م دیسمبر کال په ۳۱مه نېټه د کرونا وایرس لومړي ناروغ خبر ورکړ چې تر اوسه یې په ټوله نړۍ کې ۱.۶ ملیونه کسان نیولي دي او لا هم په چټکۍ خپریږي.

د امریکا جانز هوپکنز پوهنتون څیړونکو د تازه شمېرو له مخې پر کرونا د اخته کسانو شمېر یو ملیون او ۶۰۰زره کسانو ته ورسېد، په داسې حال کې چې له یادې ناروغۍ څخه نږدې ۹۶زره کسان مړه شوي دي.

دا شمېره داسې مهال د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۹مه نېټه خپریږي چې د کرونا ناروغۍ ۱۰۰ ورځې بشپړې شوې، خو دغه ناروغي نږدې ۲۰۰ هېوادونو کې جالې کړي او تر دې دمه یې زرګونه کسان وژلي دي.

د جانز هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې اوسمهال (۱۶۰۷۵۶۷) کسان پر کرونا اخته شوي، دغه راز (۹۵۷۹۰) کسان مړه شوي او نږدې ۳۶۰زره بیرته روغ شوي دي.

دا شمیرې په داسې حال کې خپریږي چې امریکا له بل هر هېواد زیاته کرونا وځپله، خو د مړینو په لحاظ ایټالیا هېواد تر ټولو وړاندې دی، په امریکا کې د اخته ناروغانو شمېر (۴۶۸۸۹۵) خو په ایټالیا کې د مړو شمېر له ۱۸زرو پورته شوی دی.

ددې سربېره په امریکا کې د مړو شمېر له ۱۶زرو پورته، اسپانیا کې له ۱۵زرو، فرانسه کې له ۱۲زرو پورته او په برتانیا کې نږدې ۸زرو ته رسیږي.

چین چیرې چې له پېله د کرونا ناروغي خپره شوې، د دریو میاشتو په دوران کې کرونا بشپړ کابو کړه، په دې هېواد کې نږدې ۸۲زره کسان پر کرونا اخته شول، چې له مخې یې ۳۳۳۶ مړه خو له ۷۷زره زیات یې بیرته روغ شول. اوسمهال چین یوازې د کرونا ۱۱سوه ناروغان لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه کرونا نړیواله وبا اعلان کړه، دوی له چین وروسته اروپا خو اوس امریکا د کرونا وبا اصلي مرکز ګرځولی دی.

[cvct]
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close