افغانستان

پکتیکا کې د طالبانو په همکارۍ د روغتیایي مرکز ډبره اېښودل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ وری، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د طالبانو په همکارۍ  د یوه روغتیايي بنسټ ډبره اېښودل شوې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «پرون د پکتیکا ولایت، اومني ولسوالۍ اړوند سیدخیلو کلي ته نزدې د اسلامي امارت د موسساتو د کنترول او تنظیم د مسؤلینو په زیار د یو روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودله شوه.»

د طالبانو د اعلامیې په بنسټ، ددې روغتیایي مرکز له بشپړېدو سره به د سیمې د خلګو روغتیایي ستونزې کمې شي او هغوی ته به په خپله سیمه کې د تداوي زمینه برابره شي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو په عام المنفعه کارونو باندې تمرکز ډېر کړی، له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې هم اغېزناک ګامونه اخستي، چې د ډېرو رسنیو پام یې ور اړولی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی لږ لږ د پارسی وانانو په خبره شونګه ته معلوم کو. طالبان باید د کرنی، روغتیا، تعلیم او ډیرو نورو برخو کی ولس سره همکاری وکړی. دا هغه ځانګی دی چی مسلح فعالیتونه پکی نشته، بناآ طالبان کولای شی لدی لاری د خلکو مات زړونه په لاس راوړی او حتی باید د حکومت کسانوته په دغو ساحو کی د امنیت ډاډ ور کړی. ګوری هغه پرون یی په هرات کی پنځه د افغانستان بانک کارکونکی وژلی. هغوی څه نظامی کسان ول خو نول. که طالبان هم حکومت تر لاسه بیا همدغو کسانو ته ضرورت شته که نشته؟ الله د مونږه هدایت کړی له یوی خوا کرونا، له بلی خو ظلم او جنګونه. دا توافقنامی ته هڅی خوشحاله ولوو. الله د رحم وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close