نظــر

د نړۍ اقتصاد ته د کورونا وایرس اقتصادي ټکان

شفیق الله یوسفزی

د روغتیا نړیوالې ادارې د راپور له مخې کورونا وایرس په لومړي ځل د 2019 کال په ډیسمبر میاشت کې د چین په وهان ښار کې پیژندل شوی. د چین او روغتیا نړیوالې ادارې ازمېښتځیو کې په دې وایرس د اخته کسانو معاینې وشوې او پوهانو دا وایرس د “کورونا” وایرس د کورنۍ بللی دی. تراوسه د کورونا وایرس شپږ ډولونه موندل شوي او دا وروستی یې هم اووم دی. د دې وایرس د لېږدېدو ځای هم وهان ښار کې د سمندري خوړو بازار ښودل شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د وروستیو مالوماتو له مخې د کورونا وایرس له چین څخه د نړۍ 122 هېوادونو ته په ډېرې چټکۍ خپور شوی او تر اوسه 1439516 تنه پرې ککړ دي او 85711 تنه یې وژلي دي.

دا چې د کورونا وایرس د نړۍ کوډ کوډ ته په ډېرې چټکتیا سره خپرېږي نو اکثرو هېوادونو ددې وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامه روغتیا معیارونه عملي کوي لکه ګربنديز لګوي، ټولنیز واټن عملي کوي، ګڼې ګوڼې مخه نیسي او داسې نور چې دا معیارونه د انسانانو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ اقتصاد ته هم سخت زیان اړولی دی. اقتصادي فعالیتونه یې په ټپه ودرولي، اقتصادي وده خورا را ټېټه شوې ده او د نړۍ د اقتصاد څرخ له حرکته لوېدلی دی. د کورونا وایرس د نړۍ اقتصاد ته اقتصادي شاک یا ټکان (Economic Shock) ورکړی او اکثرو هېوادونو خپلې ټولې چارې یوې څنډې ته پرېښي دي او د دې وایرس د خپرېدو مخینوي لپاره په هلو ځلو بوخت دي چې په افغانستان کې د دې وایرس له امله د افغانستان تلپاتې سولې مهم بحث هم څنډې ته شوی دی. څومره چې کورونا وایرس ژر خپرېږي په هماغه اندازه اقتصادي حالت مخ په ځوړ ځي.

د کورونا وایرس اقتصاد شاک (Economic Shock) له امله د نړۍ اقتصاد پدې ډول اغېزمن شوی دی:

په ټولیزه تقاضا کې کموالی (The Decrease in Aggregate Demand): د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ټولنیز واټن ساتل، په کور کې پاتې کېدل، په ګڼه ګوڼې کې نه ګرځېدل… او د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا نورې لارښوونې او معیارونه چې د دې وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره شوي دي ددې سبب ګرځېدلی څو ښارونه وتړل شي، سوداګریز سکتورونه خپل فعالیتونه ودروي، خلک کار ته لاړ نشي، ښوونځي، پوهنتونونه او د زده کړو بنسټونه وتړل شي، دولتي او خصوصي ادارې رخصت شي، شخصي کاروبارونو باندې هم منفي اغېز وښندي. د خصوصيسکتور فعالیتونو په ټپه درېدل او په ټوله کې د ګربندیز پلي کېدا له امله په بازارونو کې عمومي تقاضا کمېږي، تولید کمېږي، بې روزګاري لوړېږي، عایداتي سرچینې وچیږي، د پيرلو توان کمېږي او خلک هڅه کوي څو راتلونکي نامعلوم حالت لپاره د تیاري په موخه یو څه سپما ولري او د یو څه سپما لپاره خپل لګښتونه کموي. په ټوله کې د لګښتونو کموالي سره په عمومي تقاضا کې د پام وړ کموالی راځي.

په ټولیزې عرضې کې کموالی (The Decrease in Aggregate Supply): د ټولیزې تقاضا کموالي ترڅنګ ټولیزې عرضې کې هم کموالی راغلی. ګربندیز، د عایداتي سرچینو وچوالی، د کاروبارونو په ټپه ودرېدل، رسټورانټونو، هوټلونو، سیاحت ځایونو، الوتنو، ترانسپورټ سیستم… تړل کېدلو سره د توکو تولید او ویش هم تر ټولو تيټې کچې ته رسېدلی. یوازې د روغتیايي سامان الاتو، درملو او د نارنج جوسو تولید او عرضې کې ډېروالی راغلی دی چې د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره په کارېږي. په یو داسې اقتصادي ناورین کې چې د توکو تولید او ویش کچه ټېټېږي، اړینو توکو ته د خلکو تقاضا لوړېږي او بازارونو ته د توکو ناوخته عرضه کېدلو له امله د توکو بیې لوړېږي.

د صادراتو او وارداتو کمېدل (The Reduction in Export & Import): اکثرو هېوادونو د کورونا وایرس د انتقال مخنیوي لپاره خپلې پولې له نورو سره تړلي دي چې د عامو وګړو د تګ راتګ ترڅنګ یې سوداګري هم بنده کړې ده. د سوداګرۍ کچه ځکه خورا ټیټه شوې ده چې صادرات او واردات له نشت سره برابر دي او یوازې د اړینو خوراکي او طبي توکو سوداګري پر مخ ځي چې هغه هم د اړتیا له مخې تر سره کېږي.

د عامه او خصوصي خدماتو ځنډېدل (The Postponed of Public & Private Services): د کورونا وایرس له امله اکثرو هېوادونو خپل فعالیتونه، خدمات او عملیاتي چارې ځنډولي چې د دولتي چارو ترڅنګ د خصوصي سکتور ټولې چارې ور سره هم ودرېدلي دي. عامه خدمات نشته او ځینې حکومتي چارې ډېر بسیط روان دي، فاریکې تولیدات نه لري، د خدماتو سکتور خدمات نه وړاندې کوي، سیاحت سکتور هم صفر دی، هوټلونو سکتور هم سخت اغېزمن شوی او د سپورت سکتور عایداتي فعالیتونه هم صفر دي. د خصوصي سکتور بندېدو سره د حکومتونو عواید او مالیات را کم شوي ځکه هغه فعالیتونه ډېرې ټیټې کچې ته راښکته شوي چې حکومت ته عایداتي سرچینې وې د مثال په ډول د پولو تړل کېدلو سره واردات نشته نو ګمرکي عواید هم نشته، د فضایي حریم له لارې الوتنې نشته نو مالیات یې هم نشته، دا چې فابریکې تولید نه کوي نو مالیات هم نه ورکوي. د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې سږ کال په عوایدو کې به تقربیا 76 میلیارده افغانۍ کموالی راشي.

د ناڅرګند حالت حاکمیت او د باور نشتون (Uncertainty & Lack of Trust): د وایرس له کبله رامنځته شوی اقتصادي ځوړ حالت د ژوروالي، اوږدوالي، سیمه ایزوالي په اړه ناڅرګند حالت او د وګړو د اطمنان نشتون ددې سبب ګرځېدلی څو خلک کره او دقیقه وړاندوینه ونشي کړی او پدې ډول دوی نشي کولای چې د اقتصادي فعالیتونو لپاره کوم ګام واخلي. عام وګړي پدې هم نه پوهېږي چې ایا حکومت به د رامنځته شوي اقتصادي ناورین مخه ونیسي او که به دا حالت اوږدې مودې ته وغځېږي او په خلکو به یې اغیز تر اوږدې مودې شندلې وي. په نړیوال اقتصاد د کورونا وایرس د اغیز له امله د ونډو سترو مارکیټونو کې د ونډو بیې راغورځولي دي. پانګوال ویره لري چې اقتصادي وده به ورو شي او په پانګونې به داسې منفي اغیز وښندي چې کنترولول به یې په لنډمهال کې له امکان څخه لرې وي. د 1987 کال څخه وروسته د ونډو بیې تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته شوي دي. د ونډو پیرونکي په دې ناڅرګند حالت کې د ګټې وړاندوینه نشي کولای او نه د لوړ ریسک یا ګواښ په منلو سره د لږې ګټې په طمعه کیني. اکثرو مرکزي بانکونو د پانګونې د تشویق لپاره د سود کچه ټېټه کړې څو پانګوال پانګونې ته وهڅوي او پدې ډول اقتصادي فعالیتونه خپل نورمال حالت ته راوګرځي او اقتصادي ثبات رامنځته شي.

د بې روزګارۍ او بې وزلۍ کچې لوړېدل (The Increase in Poverty & Unemployment Rate): کله چې ښارونه، سوداګریز مارکیټونه، خدمات او هر څه وتړل شي نو تقربیا ټول وګړي بې روزګاره کېږي. هغوی چې دایمي دندې لري د اقتصادي شاک پدې موده کې به ورته تنخواوې ورسېږي خو پاتې نور ټول وګړي چې په غیرمستقیم ډول په روزګار بوخت وي، له بې روزګارۍ څخه رنځېږي. د ګارډین د راپور له مخې په متحده ایالاتو کې د تېرو دوه اونیو راهیسې لس میلیونه وګړي بې روزګاره شوي دي چې د بې روزګارۍ کچې لوړېدل په کې د 2007-8 کلونو مالي بحران پر مهال د بې روزګارۍ څخه هم چټک ارزول شوی دی. همدارنګه د ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د 25 میلیونه وګړو د دندو له لاسه ورکولو وړاندوینه کړې ده.

د کورونا وایرس بې وزلۍ ته هم لمن وهي. د لوړ عایدلرونکو عایدات وچېږي، د ټيټ عایدلرونکي به لا وځپل شي او د مطلقې بې وزلې تر کرښې لاندې وګړي د خپل ژوند په بیه به له اوسني ناورین سره مخته ځي. د بې روزګارۍ لوړېدل په بې وزلۍ مستقیم اغېز لري او د بې روزګارۍ لوړه کچه د عامه شتمنیو د ناانډولې ویش ښکارندوی دی. هر څومره چې شتمني په ناانډوله توکه ویشل کېږي په هماغه کچه په بې روزګارۍ او بې وزلۍ اغیز لري.

د اومه تیلو بیې ټیټېدل (The Decrease in Crude Oil Prices): د صنعتي فابریکو په ټپه ودرېدل، په هوايي او ځمکني سفرونو بندیز، د عامه او خصوصي سکتور تړل او په ټوله کې د اقتصادي چارو ځنډني کېدل ددې سبب ګرځېدلی څو په نړیوال مارکیټ کې د تیلو تقاضا کمه او عرضه ډېره شي او پدې ډول د تیلو بیه له اتلس کلونو وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده.  د بي بي سي د یو راپور له مخې د یو بیلر اومه تیلو بیه 23 ډالرو ته ښکته شوې چې دا د 2002 کال راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده. له سلو ډېرو هېوادونو په هوايي الوتنو بندېز لګولی. د اوپک سازمان او سعودي عربستان غوښتي چې د اومه تیلو په تولید کې به کموالی راوړي څو د مارکیټ عرضه او تقاضا ثبات ومومي او ترڅنګ به د تیلو بیه بیرته لوړه شي خو روسیې دا پرېکړه نده منلې او د تیلو تولید ته یې دوام ورکړی، چې له امله یې د سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د نرخ جګړه (Price War) رامنځته شوی.پڅه اقتصادي وده (Low Economic Growth): د صنعت، ټکنالوژۍ، ترانسپورټ، تیل او ګاز، خدمات، الوتنې، سیاحت، هوټلونو، سپورټ او داسې نورو سکتورونو د فعالیت په ټپه درېدو سره به اقتصادي وده هم په ټپه ودرېږي. د کورونا وایرس له امله د 2019 کال د وړاندوینو خلاف د 2020 کال د هېوادونو اقتصادي وده به پڅه وي. په 2020 کال کې د ټولو هېوادونو اقتصادي وده د دوی د طمعې خلاف کمه ده. هېوادونه اړ دي چې د دومره اقتصادي فعالیتونو او عوایدو د کمېدو ترڅنګ خپله یوه برخه پرمختیايي بودیجه د وایرس سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي، چې دې سره به پرمختیايي کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شي. پانګوال ویره لري چې د دې وایرس له امله به د هېوادونو اقتصادي وده له صفر څخه منفي رقم ته تقرب وکړي او دولتونه به ونه شي کولای چې د اقتصادي ودې مخ په ځوړ حالت مخه ژر ونیسي. د پیسو نړیوال صندوق د مشرې په وینا کېدای شي د کورونا وایرس له امله رامنځته شوی اقتصادي ناورین په 2021 کال کې بیرته ورغېږي.

د پیسو نړیوال صندوق یا IMF د راپور له مخې د کورونا وایرس سره د چین له مبارزې څخه لاندې ټکي زده کولای شو ځکه چې د کورونا له امله رامنځته شوی اقتصادي شاک د 007-82 کلونو اقتصادي بحران په نسبت ډېر ژور دی:

چین وښوده چې د محدودیتونو په لګولو سره کولای شو د کورونا د خپرېدو مخه ونیسو خو په لوړ اقتصادي بیېد کورونا وایرس له امله رامنځته شوی اقتصادي شاک د 007-82 کلونو اقتصادي بحران څخه ډېر ژور او ګواښوونکی دیپالیسي جوړونکي باید د زیانمن شويو کورنیو او واړو کاروبارونو ملاتړ وکړي څو د اقتصادي ناورین اغیز پرې کم شي

د کورونا وایرس د نړۍ په اقتصاد ژور اغیز لري او د چین پالیسي جوړونکو کامیابه تجربې څرګنده کړه چې د ګټورو پالیسیو له لارې ددې وایرس اغیز په اقتصاد راکمولی شو.

د کورونا وایرس له امله د رامنځته شوي اقتصادي زیان د اغیز کمولو لپاره مهمه ده چې د اغیزمنو کورنیو سره مرستې وشي. چینايي پالیسي جوړونکو نوي پالیسي د بې وزله کورنیو او واړه کاروبارونو د ژغورولو لپاره وړاندې کړې چې په پایله کې د برېښنا بیلونه او مالیات ورته وبښل شول او همدارنګه د دوی مالي ملاتړ لپاره یې دوی ته مالي مرستې او پورونه ورکړي.

د اقتصادي بې ثباتۍ له امله د پيسو په نغدیګۍ کې کموالی راغلی و او مارکیټونو کې هم غیرمنظموالی رامنځته شوی چې اقتصادي شاک سره یې نوره هم مرسته کوله څو اقتصادي بې ثباتي ډېره کړي خو دوی بې ثباتي کنترول کړ. کارخونو او سترو شرکتونو ته یې مالیات وبښل او بانکي خدمات یې ورته مساعد کړل څو د پیسو د نغدیګۍ د کموالي مخه ونیسي، د چین مرکزي بانک د ځانګړي پروګرام له مخې د پور اسانتیاوې برابرې کړې او خصوصي او نیمه خصوصي بانکونو ته یې د پیسو د اړتیا وړ زیرمو کې کموالی راوست. سترو کمپنیو، کارخونو او دولتي شرکتونو پورونو ته لاسرسی پیدا کړ، همدې سره په چین کې د نورمال اقتصادي حالت نښې څرګندې شوې، سترې کمپنۍ او کارخونو خپل ورونه بیرته پرانیستل، ځايي کارکوونکي خپلو دندو ته ستانه شول، په کور دننه هوايي سفرونه بیرته پیل شول او اقتصادي وده مخ په ټوکېدو شوه.

چین پداسې حال کې د کورونا وایرس اقتصادي شاک څخه بیرته په رغېدو ده او اقتصادي چارې یې بیرته مخ په نورمال کېدو دي چې نوره نړۍ بیا د کورونا وایرس سره لاس او ګریوان ده او د نړۍ اقتصاد یې مخ په ځوړ روان کړی. یوه داسې نړۍ چې چینايي توکو ته تقاضا پکې د نشت برابر وي، د چین په زیان ده. نو چینايي پالیسي جوړونکي مجبور دي څو د نړیوال اقتصادي ثبات او ودې څخه ملاتړ وکړي او پدې برخه کې له نړۍ سره خپلې مرستې ونه سپموي. څو نړۍ له کورونا وایرس ځپنې وروسته بیرته لوړې اقتصادي ودې ته مخه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close