افغانستان

تورخم او سپین بولدک لارې په یو اړخیز ډول د سوداګریزو موټرو پرمخ خلاصې شوې

نن ټکی اسیا(جمعه، ۲۲وری، ۱۳۹۹) له ۲۵ ورځني ځنډ وروسته د تورخم او سپین بولدک بندري لارې په یو اړخیز ډول د افغان سوداګرو د موټرونو پرمخ پرانیستل شوي دي.

په پاکستان کې د افغان سفارت د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو سره له ګډو ناستو وروسته پرېکړه شوې، چې د اپریل میاشتې لسمې څخه به په اونۍ کې درې ورځې(دوشنبه، چهارشنبه او جمعه) افغان لاریو او کانتینرونو ته اجازه ورکول کیږي، ترڅو د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته داخل شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم تایید کړه چې نن د جمعې په ورځ شاوخوا لس بجې د تورخم له بندري لارې څخه د افغان سوداګرو کانتینرونه او سوداګریز مالونه افغانستان ته رارسیدلي دي.

خوګیاڼي تمه څرګنده کړې ده، چې ډیر ژر به په پاکستان کې بند د افغان سوداګرو شاوخوا لس زره کانتینره مالونه افغانستان ته راورسیږي.

دغه راز نن د جمعې په سهار د سپین بولدک له لارې هم افغانستان ته د سوداګریزو لاریو او کانتینرونو د راتګ لړۍ پیل شوې ده او کندهاریان هیله څرګندوي چې ددغو توکو په راتلو سره به کندهار کې د اړتیا وړ توکو په بیو کې کموالی راشي.

پاکستاني چارواکو له کرونا وایرس سره د مبارزې او نه خپراوي په موخه ۲۵ ورځې وړاندې له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې؛ خو درې اونۍ وروسته یې له افغان چارواکو سره تر اوږدو بحثونو وروسته د اپریل له ۶ مې نیټې څخه تر ۹ مې نیټې پورې د تورخم او سپین بولدک له لارو پاکستان کې بند پاتې افغانانو ته اجازه ورکړه ترڅو افغانستان ته ولاړ شي او دادی اوس یې په یو اړخیز ډول د افغان سوداګرو مالونو ته هم اجازه ورکړه چې له یادو لارو څخه افغانستان ته انتقال شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سلامونه او اخترامات: د لارو خلاصون د پاکستان یو بل چل دی د افغانانو د وژلو لپاره. ټاکل شوې چی کرونا به په افغانستان کی تر دریو لکو کسان ووژنی. اوس په افغان کډوالو کی هم د کرونا د له وجی څخه افغانان مړه شوی دی او د هغوی ډلیز راتګ به افغانستان ته لکه د ایران مهاجرینو په شان کرونا په پښتون میښتو سیمو کی خپره کړی. دا به یو بل مصیبت وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close