شعـــــرونه

غزل/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

تړمې اوښکې مې د سترګو څه نجات کړي
مفتي زړه مې د ښکل اسره صفات کړي

د ګلــونــو نڅــاګانــې دي لیــدلــي
بوراګان ورته زاري او مناجات کړي

کړم رانجه به یي د قدم خاوري په سترګو
هغــــه خلګ چې ستـاینه د یو ذات کړي

خـاطـره مې ستـا د حسـن راپه زړه سـوه
ځلـک ستـوري مي د زړونـو ملاقـات کړي

زه بـه ولــې بختــور نـه یـم جـانـانـه
پیـرزویـني دي ومـاتـه ادبیــات کـړي

حیـات عشـق مي تمنـاکـړي ستا د وصل
خـوږمـن زړه مي د ښکلاؤ عـرفـات کـړي

شـاپیـري دشـعر خـفه نه کـړي زهاده
الهامونه درته زړه هر وخت سوغات کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x