
یار که اغیار؟
سمیع الدین افغاني
کلـه بـه ځـــما آرمـان تـــر سره شـي ؟
بـــاغ بــه مـې ګـلزاره بــا ثــــمره شي
کله به خــمار په ســـر ورجــګ شمه ؟
خلاصې د عنقـــا پـه شـان وزرې شي
څیرې ګریوان سم چـې په بیدیا شومه
کله چــې مې سـاه په ځان ابـــتره شي
جیل چې مې د غم دانې تـسپې شولې
یــا چې مې راټــول د ژوند ټغـــره شي
نه چې وړم محنت نـور د ژوندون ځینې
مـــاته د فرهـاد په شان کــکـــره شي
جوړچې شو قیامـت مې په وجود،وجود
هله بـــه ارمـــان د یــــار تر سره شي