نظــر

يک ټلويزيون سره د امرالله صالح د مرکې پر ځينو برخو يوه لنډه تبصره

شفيع اعظم

روانو سیاسي، روغتيايي او اقتصادي بحرانونو مديريت په ځواب کې په ډېر شاعرانه انداز د پنجشير او هلمند سيند روانو اوبو او هندوکش غرونو د دنګ قامت خبرې کوي.

دا یې هېره کړې چې پنجشير او هلمند سيند پنځه زره کاله پخوا هم روان وو اوس هم او راتلونکي کې به هم روان وي خو خبر داده چې د حکومت دوهم درجه شخص په صفت مهار لپاره یې راتلونکې پنځه کالو کې صالح څه برنامه لري چې داسې په وياړ د هندوکش غرونه يادوي؟

که د سيند خبره کیږي د هر اب ګردان بند لپاره لس تر پنځلس کاله مطالعه، پانګې او عملي کول یې وخت غواړي.
همداسې د غرونو له ذکر نه مراد د هغې په خېټه کې شته کانونو ته اشاره ده چې د هغې سپړل او په نغدو یې بدلول هم تر بنده ډېره پيچلې مطالعه او سپړلو لپاره یې اوږده کلونه انتظار پکار دی.

مفتو کی یې دې هردم شهيد ملت ته سیند ښوروا او غرونه غوښه کړل.

بل ځای وایي موږ د دريمې نړۍ مخکښ بريالی موډل يو چې دا په خپلو اورېدونکو ملنډې دي. په ډیره سپين سترګي وایي
اوړه ۱۳ سوه افغانۍ دي.

دا په نس وږي د ۳۶ مليوني ملت سترګو ته خاورې شيندل دي.

په لفاظي او مثنوي ماننده ادبياتو یې فرحناز فروتن ملنګه تر خپل اغېز لاندې راوستې وه. خو له دې نه وو خبر چې زرګونه نور خلک یې مرکه په ارامو دماغو کور کې څاري.

دی د راتلونکو مالي، اقتصادي، سياسي او روغتيايي امريکا فرحناز فروتن ورته وایي چې امریکا، اروپا او نور سيميز ملاتړي
ستاسې د داخلي کشمکشونو او اختلافونو نه نور ستړې او په يوه خوله د مرستو د بنديدو او عسکرو ويستلو خبره کوي. دی یې ځواب کې بيا د هلمند او پنجشېر د سیند او هندوکش لوړ قامت خبرې کوي.

همدا یې غير مسوولانه خبر ده.

موږ عملا د داسې وطن شاهدان يو چې د شړومبې، اوړو او نور اولیه خوراکي توکي چې اقتصاد کې په ستراتيژيکو توکو يادېږي؛ ټول په مطلق توګه له بهر نه راځي. دا يو عيني واقعيت دی چې موږ ته تر خودکفایي يو اوږد مزل پروت دی.
موجوده ستونزو ته په کتو د دولت لومړيتوب دا دی چې نړيوالې مرستې څرنګ جذب او ښې کارونې او خودکفایي ته یې ميکانيزم جوړ کړي.

متاسفانه کرونا سره مبارزې لپاره ډاکترانو ته د خونديتوب وسائلو او ټيسټ توکو پر ځای مبلغ د روغتون پر جوړېدو لګېږي. حال دا چې هر ولايت کې لسګونه هوټلې، ښونځي او نور ډیرې دولتي او غیر دولتي ودانۍ بيکاره پرتې دي. ادويه جاتو ورود پر ځای مليونونه افغانۍ په ټلويزوني اعلانونو لګېږي.

د خوراکي توکو او اوړو بيه د درې او څلور کيلو غنمو په ويش کنټرولوي. دغه یې عملي برنامه ده او د دغو مسخره اقداماتو باوجود ځان د دې دریمې نړۍ پرمختللی موډل معرفي کول په ځان او نورو ريشخند پرته نور څه کېدای شي.
ډیرو ليکلي چې صالح صېب خو بيګاه سخت علمي او منطقي وغږېد.

نه يم پوه دغو ښاغليو ته منطق په خبرو کې بېځایه د ايکس وای معادلات وو که د هياپر بول منحني ذکر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
اعظم صاحب .الله ج د روغ لره،
که دا دوی وی ،همدا یی عملونه وی.زما په فکردوی به هم اریانا چوک کی ولس ته نڼداری ته وړاندی شی،
په ولس کرونا او لوږه تنده راتلونکی ده، دوی د خپلو جیبونو ډکولو په درشل کی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x