
طريقت/ صابر جان محصل
صابر جان محصل
که حاکــم دې پر وجود يو حکومت کړ
انتخاب دې د خپل روح پرې امامت کړ
د وجـــود هــــره حصه به شي په امن
په ژوندون کې دې که غوره طريقت کړ
غلامۍ د نفس شيطانه که ځان خلاص کړې
په دنيا دې ژوندون هــــله سلامــــت کړ
د طاعت او عبادت په خوند به پوه شي
که په ترک د ګناهو دي کلک بيعت کــــړ
د نـــــــفاق تورو ګردونو که ځان ګوري
بيا په امن يې که ژوند دې په صحبت کړ
مستغرق به د خپل رب مينه کې اوسي
که دي قطعــــه له زړګي نور محبت کړ
که برى په اين و آن غــــــواړې صابره.!
په جهان کې دې که تير په ځان زحمت کړ