نظــر

له کرونا سره نا اشنا مخلوق!

عبدالرحمان «عابد»

پرون مې د مرحوم سېلاب صافي د زوی الله نور سېلاب پر فیسبوکي ادرس دا ټوکه ولیدله: یوې مور خپل مشر زوی ته چې د کرونا له وېرې یې ماسک په پوزه او خوله را خپور کړی و؛ وویل: زویه له سهاره تر ماښامه دې ځوړوکی په مخ کړی، جار دې شم نور دې کشر ورور ته ورکړه، چې هغه هم پکې ګرم وي. دغه وړوکې ټوکه یا طنز چې هر چا هم لیکلی او یا ویلی وي؛ پوره خندونکی دی؛ خو له دې ور هاخوا یو تریخ انځور پکې پروت دی، چې هغه د کرونا او نورو ناروغیو په اړه زمونږ د خوار ولس د ناپوهۍ او ناخبرۍ کچه ده.

دا سمه ده چې کرونا نن سبا تر ټولو زیات کافران وژني او ښايي دا وبايي مرض تر ډېره بې دینه وګړي له نړۍ تېر کړي؛ ځکه الله تعالی په خپل مبارک کتاب کې ویلي:
وَمَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِیْ فَاِنَّ لَھ۫ مَعِیْشَةً ضَنْکًا …(طه ــ ۱۲۴)

او چا چې زما له نصيحته مخ واړولو، نو هغه ته به خورا تنګ ژوند ميلاويږي.

خو دا هم له نظره نشو غورځولی، چې کرونا زمونږ په هېواد افغانستان او ګاونډي پاکستان کې هم خوله لګولې او که چیرې
په دې دواړو هېوادونو کې یو مسلمان هم په دې ناروغۍ اخته وي؛ نو له دې سره د زورورو دا نظر چې (کرونا د کافرو له پاره پیدا شوې) ردیږي. ځکه په دې صورت کې نو مسلمان هم پرې اخته شوی دی. که اسلامي تاریخ او په عموم کې د نړۍ تاریخ ته ځیر شو، چې په دنیا کې څو ځله په ځينو هېوادونو کې وبايي ناروغۍ را منځته شوې دي، چې لسګونه زره تنه یې وژلي دي. د اسلام مبارک دین په اساساتو کې هم داسې څه نه لیدل کیږي، چې د کرونا په څېر د وژونکې ناروغۍ د نه انتقال لپاره یې د دلیل په توګه راوړو.

خبره مې له کرونا سره د نا اشنايي په اړه کوله. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي و، چې: د صحت عامې د قرنطین په ساحه کې د یو تن ناروغ پیوازان (کورنۍ) په روغتیايي واټ ور ننوتلي او په شنه زور یې د ناروغ خولې ته د اکېسجن ورکولو اله () نیولې چې له امله یې هغه مړ شو. دا یوه داسې هیښونکې پېښه ده چې زما یې زړه ولړزاوه. زه دا نه وایم، چې د کرونا له امله هیڅ مه کوئ، مه لمونځ ته ځئ، مه څه کاروبار کوئ او نه چا سره سلام کلام؛ خو د طبي لارښوونو له مخې باید چې لومړی ځان پاک وساتو، کاروبار وکړو؛ خو له ناروغو خلکو لرې واوسو. سلام کلام، ستړې مشې او هر څه د پخوا په څېر وساتو خو لږ څه محدود او په محتاطه توګه.

خلک وايي: نادیده کافر نه وی؛ خو څه یې لیدلي نه وي. زمونږ ولس ګرم نه دی؛ څه یې لیدلي نه دي. عصري وسایل، ټيکنالوژي او کاري پرسونل مونږ نه لرو. نو ښه ده، چې له افراط او تفریطه تېر شو. کرونا جدي ونیسو؛ خو په لباسي او بازاري توګه نه. مطلب دا چې پرون مې یو تن لیده: د کرونا له امله یې چا سره هم ستړې مشې نه کوله، خولې ته یې ماسک پروت و او په جېب کې یې د پنځوسو افغانیو په قېمت کوم طبي محلول و چې لاس یې پرې مېنځه (صفا کاوه)؛ مګر کله یې چې (ATM) مشین نه پیسې را ووېستې؛ نو ګوته یې د باران له امله په لندې شوې سیمتي انګړ راښکلې؛ نو تاسو فکر وکړئ، چې په دې سره به د هغه ګوتو ته له کرونا خطرناک ميکروبونه نه وي ورغلي.

غوره دا ده، چې ټولې دینې، طبي او ټولنیزې لارښوونې په نظر کې ونیسو او له دغه جدي افته ځان خوندي وساتو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x