نظــر

تکنوکراسي یا «تخنوکراسي»

نور محمد غفوري

د تکنوکراسۍ لغت د یوناني ژبې د (téchne) او (kratos ) له کلمو څخه اشتقاق مومي چې (téchne) د فن او مهارت او (kratos ) د حکومت او حاکمیت معنا ور کوي. دا اصطلاح په اوسني مفهوم په شلمه عیسوي پیړۍ کې په ۱۹۲۰ کال کې په امريکا کې د (تکنوکرات خوځښت) لخوا رامنځته شوې ده. په دې وخت کې په شوروي اتحاد کې د اکتوبر ستر سوسیالیستي انقلاب بریالی شو، د مرکزی پلان اقتصادی سیستم رامنځته شو او دې نړیوالو بدلونونو دموکراسي له بحران سره مخامخ کړې وه.

تخنو کراسي د دولت جوړولو او ادارې هغه شکل دی چې ټولې معاملې او اداري کړنې یې د علمي پرمختګونو او تخنیکي فنونو پر بنسټ ولاړې او په ټولنيزو اړيکو کې احساسي، روحي او اجتماعي پديدو او ارزښتونو ته پام نه کوي او اهميت نه ورکوي. انجینران، د طبیعي، تخنیکي، اقتصادي علومو پوهان تر ډیره د سیاستوالو ځای نیسي. د موخو د لاسته راوړو له پاره په انساني عقل جوړشوي پلانونه او تدبیرونه تر سیاسي او په ټولنه کې تر رواجي ارزښتونو لوړ بولي. په تکنوکراتیک نظام کې اساسي پام هدف ته د رسیدو وسایلو ته ور اوړي. په تخنوکراسۍ کې د سیاسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو رول، د هغوی په واسطه په دموکراتیکه توګه د ولس د ارادې جوړول او د انتخاباتو په واسطه د ټولنیزو موخو د ټاکلو اهمیت کمیږي.

تکنوکراتان په دې نظر دی چې ایدیولوژیکي طرحې د حکومت د ټینګښت تضمین نه شي کولای او په پایله کې د خلکو د هوساینې غم نه شي خوړلای. په داسې حکومت کې د کابينې غړي داسې بیطرفه کسان وي چې په ګوندونو کې غړیتوب نه لري، په تخنیک بلد او د ولسمشر او نورو حکومتي واکمنانو امر او نهیې ښه اجرا کوي.

تکنوکراتان په دې نظر دي چې ټولې انساني اړتیاوې باید د تخنيک د پرمختګ په واسطه په تخنیکي میتودونو حل شي. د
علم وده او پرمختګ د ټولنې اساسي غوښتنه او د ستونځو د حل يوازينى روش بولي. تخنوکراتان ټولنه د تخنیکي سیستم په څیر ګڼي او د بې حاصله (بې ګټو) انسانانو غوښتنې له نظره غورځوي. تخنوکراتانو ته د ماهرو متخصصینو ارزښت زیات دی او دا په نظر کې نه نیسي چې له علم او پوهې څخه د بې برخې کسانو په روزنه کې ټولنیز چاپیریال بنسټيز رول لوبوي او د خلکو د وروسته پاتيوالي اصلی ګناه د دوى د اوسيدو او روزنې د چاپيريال په غاړه ده. دوی د ملي شتمنیو د عادلانه ویش په اړه په ټولنه کې معمولو سیاسي بحثونو ته توجه نه کوي. دوی غواړي چې سیاسي ځواک عملا له هغو سیاسی استازو څخه واخلي چې په دموکراتیکه توګه د ولس لخوا ټاکل شوي وي او هغه د ماهرانو څخه جوړو کړو تخصصي او د ماهرانو کمیسیونونو ته وسپاري. تخنوکراتان په عمومي توګه د ټولنې کلتوري، سیاسي او ټولنیزې پروسې يوازې د علمي او عقلاني لیدلوري څخه ګوري.

د تخنوکراسۍ تیوریسنان په دې نظر دي چې انجینران باید د دولت رهبري په غاړه واخلي، ځکه چې دوی تر نورو ښه د عامه هوساینې له پاره کار کولای شي، جنجال نه جوړوي، اوږده بحثونه نه کوي، کودتا نه کوي، سیاسي دلیل نه وایي او د آمر د دستور او فرمان منلو ته تر نورو ښه چمتو دي.

د تخنوکراسۍ نظریې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي انقلاب او د کپیټالیسم د عمومي بحران په وخت کې ډیر پلویان لرل. داسې سیاسي میلانونه رامنځته شول چې تخنوکراسي یې د سوسیالیسم او کپيټالیسم تر منځ دریمه (د حل لاره) بلله. په تخنوکراسۍ کې وسایل موخې ټاکي، نه داسې چې هدفونه وسایل تعین کړي. تخنوکراتان په دې نظر دي چې هر تخنیکي پرمختګ چې د انسانانو لخوا رامنځته کیږي له ځانه سره په ټولنه کې نويې غوښتنې او ستونځې را زیږوي چې د هغو د حل له پاره بیا هم نوي تخنیکي پرمختګونه ځوابونه موندلای شي. له دې کبله د دوی له نظره، نور په انسان باندې د انسان د سلطې او حاکميت وخت تیر دی او دا تخنیک دی چې پر انسانانو واک او حاکمیت چلوي. په دې توګه تخنوکراتان د دیموکراتیکو بهیرونو او د شتمنیو د عادلانه ویش د موضوع څيړل ضرور نه ګڼي، سیاسي بحثونو او ګوندونو ته اهمیت نه ورکوي او وایي چې تخنیک د انسانانو او سیاستوالو لخوا د ټولنې د ارزښتونو د بدلون او پرمختګ د لوري ټاکلو ته اړتیا نه لري، ځکه چې تخنيکي پرمختګ دا کار پخپله کوي.

په شلمه پیړۍ کې د تخنوکراسۍ د سیاسي طرحو د منظم سيستم د وړاندې کولو تر مخه په مدرن حکومت کې د علمي او تخنیکي معقولیت او په اداره کې د تخنوکراتانو د رول د څرنګوالی موضوع لا ډيره د مخه مطرح وه. ځینې پوهان په دې نظر دی چې ان د افلاطون د (فیلسوفانو دولت) طرحه هم له تخنوکراسۍ سره اړیکه لري.

د تخنوکرات حکومت مسئله په دریو غوره دلایلو ولاړه ده:
لومړۍ دلیل یې په ټولنه او ټولنیز سیاسي سیستم کې د تخنیکرانو رول دی. دا چې سیاسي ځواک د علم او فن پر مهارتونو تکیه لري، نو انجینران او تخنوکراتان کولای شي چې د ټولنې پرمختګ او د خلکو هوساینې ته ګټور واقع شي.
دوهم دلیل یې په ټولنیزو سیاسي چارو کې د تخنیک د رول عمده بلل دی. دوی وایي چې روځ په روځ د سیاسي کړو وړو او نورماتیفي پریکړو ډګر د تخنیکي پرمختګونو په واسطه تنګیږي. تخنیک ورځ په ورځ په سیاسي پريکړو خپله اغیزه زياتوي او دا اغیزه د انسانانو د اختیاره وزي او سوچه سیاسي پریکړې له ټولنیز ډګره ورکیږي.

او دریم افزاری دلایل دي چې د وسایلو شتون او له هغو ګټه اخیستنه پخپله هدفونه ټاکي، نه داچې د مشخصو موخو د لاسته راوړو له پاره وسيلې.

تخنوکراسي د تفکر ځانګړی ډول دی چې د کپیټالیسم د صنعتی سیستم په خدمت کې قرار لري او له نظره يې تخنیک د جامعې په ټولو اړخونو کې تولنیزو کړنو ته لوري ور کوي او د ودې سمت يې پخپله ټاکي.

علمی او تخنیکي پرمختګونه په ټولنیزو اقتصادي او سیاسي چارو ژورې مثبتې او یا منفي اغیزې کوي. علمي او تخنیکي پرمختګونه د انسانانو ډیرو غوښتنو او اړتیاوو ته ځوابونه او د ستونزو د حل لارې مومي. د علم او تخنیک اغیزې په ټولو ټولنو، سوسیالیستي او کپیټالیستي نظامونو کې خپل اغیز شیندي. لنین د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د شوراګانو حکومت او ټول هیواد ته د برښنا رسول د سوسیالیستي نظام دوه غوره اړخونه بللي دي. يعنې چې د شوراګانو د سياسي پريکړو تر څنګ يې د ټولنې د ودې او د خلکو په هوساينه کې تخنيک ته لوړ رول ورکړى دى. په اوس وخت کې ډیر پوهان او اقتصادي فعالین هم په ټولنیزو کړو وړو باندې د تخنیک او تخنوکراتانو ژوره اغیزه مني او د هغوی د ډول او ودې د لوري په ټاکلو کې يې رول غوره بولي. د مثال په توګه، بیل ګیتس (Bill Gates) په دې نظر دی چې نوی معلوماتي او ارتباطي تخنیک (انټرنټ) دا قابلیت لري چې کپيټالیستي له کنتروله وتلې اړیکې د خلکو تر اغیزو لاندې راولي او د «نرم کپیټالیسم» د رامنځته کيدو سبب شي.

نور پوهان په دې نظر دي چې په ټولنیزو کړو وړو او راشه درشه باندې علمي او تخنیکي پرمختګونه منفي اغیزې هم کوي او په دې اړه ډیر نظرونه او تیوري ګانې شته. داسې تیوری شته چې د علم او تخنیک چټکه وده د انسانانو شخصي آزادۍ محدودوي. د مثال په توګه د انترنټ په اوسنیو شرایطو کې د افرادو آزاده راشه درشه او کړه وړه محدود او تر کنترول او نظارت لاندې دي چې د خصوصي حریم شتون ته لویه ضربه رسوي. د علم او تخنیک یاغي پرمختګ د انسانانو د ژوند چاپیریال ته زیان رسوي، د اوسني نسل له پاره هوا ککړوي او د راتلونکو نسلونو له پاره د ځمکې پر مخ د ژوند شرایط سختوي او یا یې له منځه وړي.

په تکنوکراسۍ کې غټ منفی ټکی دادی چې تکنوکراتان عمدتا عیني- تخنیکی لید لري او په دولتی چارو کې د انسانانو روحي او ټولنیزې برخې په نظر کې نه نیسي او یا کم اهمیت ورکوي.
نور محمد غفوری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x