نظــر

تکنوکراتان؛ او د طالبانو پڅ استقبال!

استاد محمد زمان مزمل

خلک پرون له جهادي ډلو چې تر هر چا یې د شوروي په وهلو او ماتولو کې کارنامه لویه او اوچته وه خلک ددغو ډلو نه د کابل په کورني جنګ کې تر سپږمو راغلل او هغوی په هر ځل چې د سولې لپاره هڅه کیده که په عمل کې یې نه منله کم له کمه په خوله نرم او پاسته روان وو.

پدې اړه د مولوي حقاني صاحب سوله، د حرمینو د امام سوله، باګرامیو سوله، مکې، اسلام اباد او تهران کې راغلې سولې او بیا د بن په جلسه کې د راغونډ شوو افغانانو نیمګړې سوله ددې لوی ثبوت دی.

ولې کله چې امریکا، رهبران یعنې جهادي رهبران شاته په دویم نمبر کرښه ودرول واک یې هغو تکنوکراتانو ته ورکړ چې علی الاقل د بش، اوباما او ټرمپ په ژبه اسانه پوهیږي.

بیاهم دغو تکنوکراتانو د ناټو او امریکا په ملاتړ نه طالب ختم کړ او نه یې امنیت راوست ولې هغه مهال چې امریکایي جنرالانو په افغانستان کې د بایللي جګړې راپور سپینې ماڼۍ ته ورکړ او د امریکا مشرانو له طالب سره د نظامي حل په ځای سیاسي مذاکرات پټ او ښکاره روان کړل بیاهم په ارګ کې او له ارګ بهر هغه له ملت ناخبره تکنوکراتان بیاهم د سولې په اړه او د طالبانو د پخلاینې په اړه ډیر پڅ روان دي او د افغانستان طالب او ملا ورته لکه یو بېګانه عنصر ښکاري او دوی چې لا کورنۍ ندي راوستلي، شنه کارتونه یې په تذکرو ندي بدل کړي بیا هم د ملي منافعو په سطحي منطق له طالب سره د سولې نه کله کیڼ ګرز کوي کله ښي ګرز.

زه باور لرم دغه سوله چې نن په هماغه توان را روانه ده چې یو مهال د ناټو او امریکا لښکرې  را روانې وې ددې سولې په وړاندې دریدل یوه ملي رسوایي ده څومره به ښه و چې ددغه راتلونکې سولې په اړه ارګ او میلمانه تکنوکراتان پکې تر هر چا مخکښ وه او ولس له دوی نه همدغه غواړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close