افغانستان

په بدخشان کې د هوايي برید له امله ۳ تنه ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا(جمعه، ۲۲وری، ۱۳۹۹ل): وسله وال طالبان او سیمه ییزې سرچینې وايي، امریکايي ځواکونو او افغان ځواکونو نن د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ درنه بمباري کړې ده، چې له امله یې د ۳ تنو ملکیان د وژلو خبر ورکړی شوی دی.

له سیمې څخه زمونږ سرچینې وايي، چې نن د جمعې ورځې له سهار راهیسې د وردوج ولسوالۍ په تیرګران، باشند، یومل او یو شمېر نورو کلیو باندې بهرنیو ځواکونو هوايي او افغان ځواکونو توپچي بریدونه سرته رسولي دي.
د سرچینې په خبره ددغو بریدونو په ترڅ کې تراوسه د ۳ تنه ولسي خلکو د وژلو او یو شمېر نورو د ټپي کېدلو خبرونه ورکړل شوي او مالي زیانونه هم اووښتي؛ خو په سیمه کې د جنګي حالاتو له کبله د تلفاتو کره شمېره معلومول ستونزمن دي.

وسله والو طالبانو هم په بدخشان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا د هوايي او توپچي بریدونو پخلی کړی او دا کار یې له شوي تړون څخه تکراري سرغړونه او پاروونکی عمل بللې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد لخوا رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، که چیرې دغه راز سرغړونې دوام وکړي، دوی به یې وړاندې مناسب ګام پورته کړي: « که دغه وحشت او سرپيچۍ دوام کوي، اسلامي امارت به اړ وي چې له خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره په مناسبو لارو چارو له سره غور وکړي. »

افغان او امریکايي ځواکونو تراوسه ددې پېښې په هکله غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تردې پېښې درې ورځې وړاندې هم بهرنیو ځواکونو د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ په خوشاب کلي کې په ملکي خلکو د بې پیلوټه الوتکې برید کړی ؤ، چې له امله یې د یوې انجلۍ په ګډون ۳ تنه ماشومان مړه او د یوې بلې انجلۍ په ګډون ۸ تنه نور ماشومان او تنکي ځوانان ټپيان شوي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

مرګ پر وحشي امريکايانو او مرګ پر هغو منافقانو چي په ظاهره ځانونه مسلمانان ګڼي خو په اصل کي د امريکايانو مزدوران او د بې ګناه وګړو وژونکي دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close