افغانستان

افغان حکومت پاکستان ته د اسلم فاروقي د سپارلو غوښتنه رد کړه

نن ټکی اسیا(جمعه، ۲۲وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې پاکستان د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر «اسلم فاروقي» په پاکستان ضد فعالیتونو کې ښکېل وباله او له افغان حکومت څخه یې د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه وکړه، د حکومت له لوري دا غوښتنه رد شوې.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان له لوري یې د اسلم فاروقي د ورسپارلو غوښتنلیک تر لاسه کړی، خو ددوي په خبره،  د فاروقي له لوري په طرحه شویو بریدونو کې ګڼ شمېر افغانان او دولتي عسکرو ژل شوي، نو ځکه به د افغانستان د نافذه قوانینو په بنسټ چلند ورسره کېږي.

عبدالله اورکزی، چې په اسلم فاروقي یې شهرت درلود د اسلامي دولت یا «داعش» ډلې له لوري د خراسان څانګې مشر نومول شوی وو او څو ورځې وړاندې یې ملي امنیت د نیولو ادعاء  کړې وه.

د فاروقي د نیول کېدو د خبر تر رسنیز کېدو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر «زاهد نصرالله» له حکومت وغوښتل، څو اسلم فاروقي د لا نورو څېړنو لپاره دوی ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د «ترورستانو» تر منځ توپیر نه کوي او له هغه ځایه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د «متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون» شتون نلري، نو ځکه به له فاروقي سره د افغانستان د قوانینو په اساس چلند ورسره کېږي.

یاده دې وي، چې د فاروقي د نیول کېدو له ادعاوو سره هم مهاله یو شمېر داسې اوازې هم وې، چې ګواکي اسلم فاروقي نیول شوی نه؛ بلکې د داعش ډلې د سلګونو نورو جنګیالیو په څېر حکومت ورته پناه ورکړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close