افغانستان

د عبدالله ویاند: اشرف غني انعطاف نه ښيي، د جوړجاړي هڅې بې پایلې پای ته ورسېدې

نن ټکی اسیا(جمعه، ۲۲وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله یو تن ویاند د سیاسي بحران د حل په برخه کې د منځګړو له لوري د روانو هڅو د بې پایلې پای ته رسېدو خبر ورکوي او اشرف غني تورنوي، چې انعطاف ته غاړه نه ږدي.

فریدون خوځون له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال ویلي، چې د عبدالله او اشرف غني تر منځ د جوړجاړي په برخه کې د عبدالرب رسول سیاف، حامدکرزي او نورو منځګړو هڅې د اشرف غني له لوري د انعطاف نه ښودلو له امله بې پایلې پای ته رسېدلې.

نوموړي اشرف غني ته په اشاره ویلي «یا خو ددې بحران په پایله نه پوهېږي او یا نه غواړي، ځان پوه کړي، موږ ټول پوهېږو، چې پایله به څه وي، همدا  لامل وو، چې انعطاف مو وښود.»

د خوځون په خبره، تر دې وروسته که هر ډول حالت راځي، پړه به یې د هغه چا په غاړه وي، چې انعطاف ته غاړه نه ږدي.

په ورته وخت کې د ارګ مرستیال ویاند «محمود لطیفي» بیا وایي، هڅې دوام لري او تمې شته چې دواړه لوري موافقې ته ورسېږي.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د اختلافاتو په دوام پنځه ورځې وړاندې منځګړو له اشرف غني د کابیني د نویو ګمارنو د درولو غوښتنه وکړه او له عبدالله یې وغوښتل، چې د بحران د حل لپاره ورکړل شوی وخت نور هم وغځوي.

دواړو لورو د منځګړو غوښتنې ومنلې؛ خو نن په داسې حال کې، چې د اشرف غني له لوري ورکړل  شوی پنځه ورځنی مهلت هم پای ته رسېږي؛ لا هم د جوړجاړي څرک نه تر سترګو کېږي.

د واک پر سر د اشرف غني او عبدالله تر منځ ناندرۍ داسې مهال دوام لري، چې په هیواد کې د کورونا وبا لمن ورځ تر بلې پراخېږي او د مثبتو پېښو په شمېر کې پرلپسې لوړوالی راځي.

بل لور ته د اشر ف غني او عبدالله تر منځ د ناندریو له امله نړیوال په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات هم اندېښمن شوي او د «همه شموله» حکومت د نه جوړښت په صورت کې یې د مرستو ګرځولو ګواښ کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close