روغتیا

د کرونا وايرس له امله به نړۍ د ۵ تريليون ډالرو زيان سره مخ شي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د نړۍ اقتصادي کارپوهانو اټکل کړی که چېرې حکومتونه د کرونا په اړه جدي ګامونه پورته نه کړي د نړۍ اقتصاد به د کرونا له امله سخت زيانمن شي.

د «بلومبرګ» خبري آژانس د اقتصادي کارپوهانو په وينا، د کرونا له امله به نړۍ ډير ژر د ۵ تريليون ډالرو له تاوان سره مخ شي.

ياد خبري اژانس په خپلو څرګندونو کې زياتوي، چې د ۱۹۳۰م کال راهيسي به دا لومړی ځل وي چې نړۍ له يو ستر اقتصادي بحران سره مخ کيږي، ځکه چې ډيری حکومتونه په مشخص ډول خپل شرکتونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او کارکوونکو ته يې په کور کې د پاتې کېدو توصيه کړې ده.

بلومبرګ په خپلو خبرو کې زياته کړې، چې ددې منفي اټکلونو سربيره تمه کيږي چې دغه اقتصادي بحران به بيا هم لنډمهاله وي.

د امريکايي بانک «مورغان ستانلي» کارپوهان وايي، مونږ په دې باوري يو چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو اقتصادي بحراني وضعيت به د راروان ۲۰۲۱م کال تر نيمايي پوري خپل ځای ته رانشي.

راپورنه وايي چې په تېرو درې مياشتو کې د نړۍ په شاوخوا کې له يو مليارد زيات کسان بې دندېدو شوي دي.

کرونا وايرس چې د تېر ۲۰۱۹م کال ديسمبر مياشتې له وروستۍ نېټې د چين له ووهان ښار څخه خپور شوی و، اوسمهال د نړۍ ۲۰۰ هيوادونو ته رسېدلی او نږدې سل زره کسان يې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x