روغتیا

د نیویارک هدیرې له مړو ډکې شوې، اوس مړي په ډله اییزه توګه دفن کیږي – انځورونه او ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو په مرکزي ښار نیویارک کې هدیرې له مړو ډکې شوي چې اوس له ښاره لیرې د یوې بحیرې ټاپو سره نږدې مړي په ډله اییزه توګه دفن کیږي.

په پرلپسې دریمه ورځ هم امریکا کې کرونا وبا د ۲۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی چې زیاتره یې په نیویارک ښار کې دي.

امریکا کې د کرونا له کبله د مړو شمېر له ۱۸زرو پورته شو، او په هدیرو کې د مړو ښخولو لپاره ځای کم شوی دی، اوس د نیویارک ښار په هارټ ټاپو کې مړه شوي کسان په ډله اییزه توګه دفن کیږي.

یوازې په نیویارک کې تر دې مهاله له ۷زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې نیو جرسي ایالت کې له ۱۹۰۰، مشي ګن کې له ۱۰۰۰، لوزیانا کې له ۷۰۰ زیات او کلیفورنیا کې نږدې ۶۰۰ کسان مړه شوي دي.

https://web.facebook.com/aljazeera/videos/833236987176753/

اوسمهال په امریکا کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې نږدې نیم ملیون ته رسیږي، دا شمېره په نړۍ کې د نورو هېوادونو په پرتله څو چنده زیاته ده.

بل لوري ته د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د وړیا خوراکي توکو ورکولو پلورنځیو مخې ته د خلکو او موټرو اوږده قطارونه ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ښه سو طالبانو چي په افغانستان کي امريکايان له بريدونو څخه معاف کړل، خدای تعالی د بې وزلو او بې دفاع خلکو په غچ کي په خپلو ډېرو کوچنيو پوځونو دغسي شديد بريدونه پر راپيل کړل او دغسي يې په ډله ييزه توګه هلاکوي . شکر دی چي موږ دغسي منتقم څښتن لرو ، بس زموږ توکل او اعتماد پر دغه يوه قادر او په هر څه پوه الله جل شانه دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x