نړۍ

کراچي کي نن بیا د مرګ بازار ګرم وو

karachi_violence22نن ټکی آسیا: نن یو وار بیا د کراچي ښار په مختلفو سیمو کې د مرګونو بازار ګرم سوی وو، چي له امله يې د متحده قومي مومنټ، سپاه صحابه او نور عام ولسي خلک ووژل شوه.

او پر دې سربیره تر ۱۲ زیات کسان ټپيان شوه.

ویل کیږي چي د ملیر په سیمه کې نن د راکټونو دوې مرمۍ هم وار شولې، چي له کبله يې په ټوله سیمه کې ویره خوره شوله.

د بلي خوا د کراچي پولیسو د حالاتو د کنټرول په موخه یو ځل بیا پر موټرسایلکونو باندي د ډبل سپرلي بندیز لګولی، دا بندیز به نن د ۱۲ بجو څخه نافذ العمل وي.

د خبرونو له مخي په نارت ناظم اباد کي دوه نامعلومو وسلوالو د (مټايي) پر یوه دکان ډزي کړي چي په کښي د جامعه انوار الصحابه مدرسې ناظم، او د ابوداود شریف استاذ مولانا ظفر طیب صاب د خپل ورو او یو بل تن سره شهید شوی، چي د هغه وروسته د دغي مدرسې طالبان په غم او غوصه کي د مدرسې څخه دباندي راوتلي او مدرسې ته نیژدې سیمي يې د ترافیک پر مخ وتړلې.

د یادونې وړ ده چي د څو ورځو راهیسي په کراچي تاوتریخوالی شروع دی، چي په کښي هره ورځ په لسګونو کسان وژل او ټپيان کیږي، خو د پاکستان حکومت د خپلو ټولو وعدو سره سره په دې نه دی توانیدلی چي په دغه ځپل شوي ښار کې امنیت خوندي کړي.

که څه داسي ګمان کیده چي د متحده قومي مومنټ له خوا د ډاکټر عشرت العباد د سنده د ګورنری څخه د استعفاء د بیرته اخیستلو وروسته به په کراچي کي امنیتي وضعه لږ ښه شي، خو داسي مالومیږي چي د مرګونو پيل شوې دا لړی به ژر تمه نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x