افغانستانسولې اړوند خبرونه

پر ملکي خلکو د پرلپسې بمباریو په اړه د طالبانو او امریکايي جنرال سکاټ میلر ترمنځ سختې خبرې شوي

نن ټکی اسیا(شنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۹) وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو او د امریکايي ځواکونو لخوا د پرلپسې هوايي بریدونو او چاپو له امله په قطر کې امریکايي جنرال سکاټ میلر سره سختې خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین د یو ټويټ په ذریعه ویلي، ملګرو یې پرون ماښام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر په مشرۍ یو امریکايي هیئت سره د کتنې پرمهال د سولې توافقنامې د تطبیق او په دې برخه کې د شوو سرغړونو په هکله تفصیلي خبرې کړې دي: « تیرماښام د سیاسي دفتر د هئیت او جنرال میلر ترمشری لاندې هئیت ترمینځ د توافقنامې دتطبیق او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه تفصیلي ناسته وشوه».

نوموړی زیاتوي، له امریکايي جنرال سره یې په هغو بریدونو او چاپو هم خبرې کړي، چې په غیر جنګي سیمو کې ترسره شوي دي او په جدي توګه یې د بندولو غوښتنه ورڅخه کړې ده: « په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیر جنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکایټ میلر په مشرۍ امریکايي هیئت په داسې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له هیئت سره عاجل ملاقات کوي، چې په دې وروستیو کې پر ملکي وګړو د امریکایي او دولتی ځواکونو چاپو او بمباریو زور اخستی او طالبانو یې په غبرګون کې په پرلپسې ډول امریکا له توافقنامې په سرغړونه تورنه کړه.

طالبانو د خپلو اعلامیو له لارې بیا، بیا یاده کړه، چې امریکا باید توافقنامه عملي او هغه ژمنې پوره کړي، چې له دوی سره یې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

22 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

داهسی تبلیغات دی، طالبان د ملکی خلکو دمړینی هیڅ پروا نه لری، دوی په ښارونو ، مارکیټونو او حتی مساجدو کي انتحاری بریدونه کړی په کلیوالی سیمو کي ددولت په خلاف جګړه کی ملکی وګړی د سپر په توګه استعمالوی، نن بیا شاهین صاحب وایی چی موږ د ملکی تلفاتو درامنځته کیدو په سر له امریکایانو سره سختی خبری کړی، ته کله له امریکایی سره سختی خبری کولی شی، دغه دفتر چی ته پکښی ناست یی دغه د امریکی ده ، دغه کوچ چی تا تکیه پکښی لګولی دغه د امریکی ده،داموټر چی تا وړی او راوړی دامریکی ده او… نور لوستل »

دوکتور غروال

محترم پیرمحمد صاحب ډیر اعلی استدلال مو کړۍ دی ! د ا د پاکستان پنجابیو تش په نامه طالبان د امریکا تولید دی او دوی ئي ۱۹۹۶ کال کښي د خائين خلیلزاد له خوا په فریبی سره په کابل کښي حکمرانان کړل بیا ئي د بل هدف لپاره دکابل څخه په منډو کړل او لږه موده وروسته ئي بیا منظم او افغان ملت قتل باندی ئي خوشی کړل او اوس ئي بیا په ډیره ډرامیی شکل سره صلحه ( ددوی استاد خلیلزاد تر مشری لاندی ) ورسره وکړه ( ایا بادار د غلام سره صلحه کوی ؟ ) او کوشش… نور لوستل »

پتنګ

د ټولو فاسدینو منطق خام د اولس په ګټه نه بلکې د خپل فاسد هدف لپاره وي ! که طالب وژنه کړې وي هغه قصدي نده شوې ، خو ته په دومره سپین سترګی د اشغال دمذدورانو او داشغال په جنایت کارانو پرده اچوې ! اشغالګرو خو ستاسو نجونې پيلوټانې ، جنرالانې کړې نه د طالب اطرافي مندې او خوندي نو ولې جاهلا نه تورونه تړې ! ددالرو غلاوې خو تاسو وکړې ، په دوبۍ او ټوله نړۍ کې خو تاسو په امریکایې دالرو چکرې وهۍ ! اوس مو چې د طالب له زوره ستا سو دالري باداران تښتي نو… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه.
پتنګ ته.
د طالیبانو د دفتر کرایه.،د دوی د ماشومانو زده کړی خرڅه.،خرڅ خوراک،جګړی خرڅه،ټول مصارف نه پاکستان ورکوی او نه امریکا،
دا ټول مصارف المن السلوا په شان له اسمان څخه د شپی راواریږی او بیا طالیبان یی د سهار وخت ټولوی،

دوکتور غروال

پښتین مبارک ، که داسی الهی قدرتونو څخه طالبان برخمن وی ولی دکم نیتی څخه کار اخلی او ولی دا مظلوم ملت دداسی الهی قدرتونو کښي نه شاملوی چی هم به ئي اجر زیات شی او هم به اسلامی بڼه ملت ته عملی ښکاره کړی ؟ شاباش د تاسو مبارکو داسی قوی استدلالونو باندی !!!

پیر محمد

پتنګ جانه! ته اوس هم د طالب نادودو ته بیځایه دلایل تراشی، طالب وژنه څه چی طالب وحشت کړی، تر 2004 یا 2005 کال پوری افغانانو انتحار، انفجار، له مسلمان څخه سر غوڅول ، دموچی په تار دانسان ناروا ذبح کول او داسی نوری نادودی هیڅ نه پیژاندی، دغو تش په نوم طالبانو چی داسلامیت او افغانیت د بدنامۍ یوه امریکایی پروژه ده داسی کارونه یی وکړل چی تاریخ ورباندی شرمیږی، خلک یی د څټ له پلوه حلال کړل، په عامه ځایونو کی یی انتحاری چاودنی وکړی، افغانان او په خاصه توګه پښتانه یی د تعلیم له ستر نعمت څخه… نور لوستل »

دوکتور غروال

## پتنګ ته : د تاسی ادعاګانی د امریکائي ډالرو دروستی دی چی د پنجابی پاکستان او اخوندی رژیم ایران مصنوعی قاتل تنظیمونه او د هغه وخت اتحاد شوروی قاتل کمونستی غلامان او امریکا کښي مستقیمآ تربیه شوی جاسوسان د امریکا تر چتر لاندی د ډالرو باران لاندی سره متحد او وروسته بل قاتل ګلبدین هم کابل ته راستون کړۍ شو او دوه مجلل قصرونو ته ننوت او امریکا اوس کوشش کوی چی اساسی تربیه شوی پنجابی طالبان هم ورسره ګډ کړی ، طالبان په ۱۹۹۶ کال کښي په فریبی سره د امریکا له خوا په قدرت راوستۍ شول او… نور لوستل »

غلام سخی بکواهی

حیف دا لیک لوست چی تاسو زده دی کاشکی سوچه بیسواد وایی ستا فکر او عقل هم دومره دی دا شل کال جهاد دا شل کال شهیدان دا شل کاله تلاش چی یهود او نصارا له وطنه ووزی او وطن ازاد سی ته به یا افغانی نه یی او یابه ….

عبدالمالک همت

ستاسي او امرکايانو د توافقنامې د ضمايمو له مخي تاسي پر امريکايانو بريد نه سئ کولای، خو هغو ته مو د بريد کولو لار ورکړې ده او دادی د هغې پر بنسټ ستاسي پر مجاهدينو او عامو خلکو پرله پسې هوايي بريدونه کوي او وژني يې او اوس تاسي واياست چي « د طالبانو او امریکايي جنرال سکاټ میلر ترمنځ سختې خبرې شوي» اوس د امريکايي جنرال سره ستاسي سختی يا نرمي خبري څه درد نه دواکوي. تاسي ولي د توافقنامې تر لاسليکولو وروسته د هغو پوځي يا غير پوځي مداخلې ورسره منلې. ؟ که رښتيا امريکايان له ګران هيوا… نور لوستل »

جمیل

غروال ته
واه غرواله واه ، مبارک دی سه اوس دی د لاره پیر پیدا کړ.
خو یوه خبره د پیر سره پیاد ولره چی افغان موئمن ، مجاهد ، غیرتی او ډیر غښتلی ولس دی ، په سلهاو کفری نشراتو یی فکر ور وانړاوه او نه یی هم مذبذبه کړل ، پدی به هم څه ونسی . ځانونه مه ستړی کوی ، د افغان مجاهدینو سره غیبه مرسته کیږی چی هغه زه او تاسی سم نسو درککولای .

دوکتور غروال

جمیل ته : د تاسو ادعا چی طالبانو سره خدائي غیبی مرسته روانه دی نوداسی ادعا داسی معنی ورکوی چی طالبانو ته تاسو هم د عیسویانو په شان ( پیغمبرعیسی علیه سلام نا ا عوذبالله د خدای زوی وینی ) شکل ورکړۍ دی ، جمیله ، احتیاط د خپلو الفاظو سره کوه ، ځان او طالبان پدی اظهار سره قیدانی اعلان نکړی ، دا مردوده او ګنا هګاره لار په پنجابی پاکستان کښي ډیره پر مخ تللی دی!!! ددرواغو مجاهد بی اعتباره توپک دی هغه کله کمونست ( لکه د خپل پخوانی خیالی امیر ګلبدین چی د تهزیب په وسیله… نور لوستل »

مجاهد

ځینی کرونا وایروسو په دی پانه کی هم نفوذ کړی ، دوی نه یواځی دا چه افغانان او مسلمانان نه دی له انسانیت سره یی هم فاصله نیولی . د غیر مسولو او غیر مسلکی عناصرو ضمیرونه یی له ناپاکو بدنو هجرت کوی. د خپلی کورنی د کور، کالی ډوډی د لاسته راوړلو د پاره د دی په ځای چه کار وکړی او حلال رزق ترلاسه کړی، غلامی ته مخه کوی ، کله چه دغه بی ضمیره عناصر غلامی کی ننوځی ، بی ځانه شی د یو څو ډالرو یا کوم مقام تر لاسه کولو له امله بی ځانه شی… نور لوستل »

اودل سمد خان احګزی

مسخرې ايله دي بې له هغه هم لوبلا کرونا راغلې ده ! او د امريکا په کفارو يې خرې وايستلې، خدای دي زموږ پرده ورسره کوي. مجاهد صاحب دا دکتور غروال څه درته وايي: وايي: ددرواغو مجاهد بی اعتباره توپک دی هغه کله کمونست ( لکه د خپل پخوانی خیالی امیر ګلبدین چی د تهزیب په وسیله ابتدا کښي کمونست وو ) بیا د ګلبدین مورید او اوس د طالبانو مورید او وروستۍ پلان ئي معلوم ندی پس دده په تبصره تبصره کول د وخت ضایع کیدل دی ! نو ته ولي څه نه ورته وايې ؟ لکه چي ورته… نور لوستل »

جمیل

غروال ته هر هغه مجاهد چی د الله تعالی د مبارکی کلیمی د لوړوالی او د هغه د رضا لپاره په اخلاص جهاد کوی د هغه سره هرومرو غیبی مرسته کیږی لکه اوسنی طلباء کرام چی د همدی مینی له کبله ټوک ټوک سول خو بیا هم په اورونو ورننوتل په هیڅ سره یی ټوله نړی ماته او شرمنده کړه ، د دومره غټ کفری+په نوم اسلامی اتحاد سره ډغری وهل او ټوله ماتول که غیبی مرسته نوی نو څه ده . ؟ بل داچی ګلبدین هیڅکله هم نه و کمونسټ ، د ځوانی څخه یی د جهاد لاره خپله… نور لوستل »

دوکتور غروال

تهزیب کمونست په ابتدا کښي د رحمان بابا لیلی معلم وو او په ملا مشهور وو ، همدا ګلبدین د هغه سره د هغه وخت راپدی خوا محکم اړیکی درلودل او وروسته چی تهزیب کمونست شو نو نوموړی هم همدا لاره ونیوه ، ویل کیده چی وروسته د جاسوسی لپاره اخوان المسلمین حلقی ته ورغۍ ، زه وروسته خارج ته د تحصیل لپاره ولاړم اوبیا می ګلبدین په پښاور کښي ولید او هلته مو څو سپينی خبری سره وکړی اودی مجلس کښي دده بل قاتل کریاب سره دنورو هم شامل وو داچی تاسی دده اسلامیت محکمتیا باندی ټینګار پدی کوۍ… نور لوستل »

پښتون افغان

د دغي ليکني د معلوماتو په باب څه نه وايم، خو دغه املا او انشا د يوه ډاکټر نه وي. د بېلګې په ډول:
تهزیب، لیلی، محکم اړیکی درلودل، معلوماتونه، باالاخیره، په ډیره فریبی سره، ړستونی او د يې ګانو سم نه کارول

جمیل

غرول ته ما پخپله تبصره کی دا ندی لیکلی چی ګلبدین خپل ورور او پلار ووژل ، هغوی خلقی سرمعلم عبدالرحمن خان شهیدان کړل پدی چی د ګلبدین قریبان وه . تاسو بیا هم زما په نظر د ګلبدین په باره کی نیاست پوه سوی ، تبصره پوره او سمه ولولی ښه ځان په پوه کړی بیا جواب ولیکی عجله مه کوی کنی په څه به سره پوه نسو . داچی تاسی څوک پیژنی او څوک مو نه پیژنی خو غلام غنی تر تاسو ډیر خلګ پیژنی . که تاسو د اسلامی تاریخ په اړه لږ څه پوهاوی هم درلودلای… نور لوستل »

دوکتور غروال

جمیل ته : دتاسی دی جملی څخه ( کمونسټ سرمعلم عبدالرحمن خان یی ورور او پلار دواړه د امام صاحب د ولسوالی په بندیخانه کی پخپله توپنجه شهیدان کړل (۱۳۵۸) ) زه همداسی پوهیږم ، همداسی معلومیږی چی دا قاتل وحشی د ځان نمایشی لپاره حتی د ورور او پلار قتلونو څخه هم دریغ نکوی ، په هر صورت نه په قرأن شریف او نه د رسول الله مبارک حدیثو کښي ویل شوی دی چی تاسی ددی حق لرۍ چی څوک اسلام نه راړی او یا د اسلام څخه اوړی نو هغه په قتل ورسوۍ ، ددی سزا په قیامت… نور لوستل »

جمیل

غروال ته
دا د خوښی خبره ده چی د اسلام دین په مبارک سره یادوی ، که دومره راته ووایاست چی جهاد څه دی ، کله ، چیری او پر چا فرض دی ؟ که پوښتنی مشکلی ښکاری یوازی دومره خو ووایاست چی جهاد منی .
درواغو کی مو بیا نمری یووړلی ، د درواغجن سره خبری کول خوند نلری خو جواب ګورم .
د دنیا په ښو ښادیو ښادمن سی .

دوکتور غروال

جمیل ته : تاسی محترم دی ۴۲ کالونو کښي د افغانستان استقلال ، مذهب او کلتور ساتلو لپاره دغیرتی ملت زیاتو قربانیو ( چی د ملت قربانیو ثمر د اجنبیو له خوا ددوی غلامانوشهرت باندی خلاصه شویدی ) سربیره بیا هم سوال کوۍ چی جهاد یعنی څه او پر چا فرض دی ؟ بلی هغه مضر مکروبونه چی د اجنبیو له خوا تربیه شوی او مادی کاملآ حمایه کیدل او کیږی او دا مضرتوب اوس هم جریان لری نو دداسی عناصرو شرارت په اسلام کښي هیڅکله روا ندی او نه ملی او بین المللی قوانینو کښي چی داسی شرارت د… نور لوستل »

جمیل

غروال ته ؛ کوم ملت چی تاسی یادوی چی ۴۲ کاله یی قربانی ورکړی دی دا کوم ملت یادوی ؟ هغه ملت چی نه یی غوښتل او یا یی نسوای کولای چی یوی او بله خواته سی ، بل هغه ملت و او دی چی د غاصبو کفارو ملاتړ یی کاوه او کوی یی ، بل هغه ملت دی چی د خپل دین او خپلی خاوی په دفاع کی یی د غاصبو اشغالګرو سره په ځان او په مال جګړه وکړه او کوی یی ودی آخرو ته محاهدین وایی ، څه وایی ؟ مجاهدین . کله مو په خوله او… نور لوستل »

غ.حضرت

سلامونه په واقعی ډګر کی په حقیقی مرمۍ یو بل سره وژنو او وینی پاشو او په مجازی ډګر کی مو یو پر بل ډیجټالی تُره او توپک په نخښه کړی او عزتونه سره پاشو. مطمئناً ټول تبصره کوونکی د جګړې له میدانه لیری او فقط په ډیجیټالی حمله او دفاع بوخت دی. زه یو وړاندیز لرم هغه دا چی: راسی ټول خاموش او حیران وولس صبر او حوصله او انتظار غوره کړو که: طالب د جګړې ډګر وګاټه ، حاکمیت ئې لاسته راوړ ، امنیت ئې تأمین کړای سوای ، ټولی حکومتی چاری ئې اهل او صالح کسانو ته… نور لوستل »

Back to top button
22
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx