روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د لمر تودوخه د کرونا مخنیوی نه شي کولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې د لمر یا د رڼا تودوخه چې د ۲۵ درجې سانتي ګرید څخه لوړه شي د کرونا وایرس مخنیوي کې مرسته نه شي کولی.

د ډبلیو ایچ او (WHO) سیمه اییز دفتر د خپل ټویټرپاڼې له لارې د تیرې جمعې په ورځ (د اپریل په ۱۰مه نېټه) تایید کړې چې یو انسان ممکن د لمر تودوخې په ټيټوالي او لوړوالي کې د خپلو وجوهاتو له کبله پر کرونا اخته شي. په دې پورې د موسم ګرموالی او یخوالی اړه نه لري.

له دې وړاندې راپورونو داسې ګنګوسې ورکولې، چې ګواکې د لمر تودوخې لوړوالی د کرونا په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان سیمه اییز دفتر زیاتوي، تر دې دمه ګرمه هوا لرونکي هېوادونو کې هم د کرونا ګڼ شمېر پېښې راپور شوي دي، ددې د مخنیوي لپاره د ګرم موسم انتظار نه بلکې ډاډه اووسئ خپل لاسونه په پرلپسې ډول په صابون پریمنځئ، سترګې، پوزه او خوله ډیره مه لمس کوئ.

په یوه بل ټویټ کې یاد سازمان د کرونا ناروغۍ څخه د روغېدو احتمال تاییدوي، دوی سپارښتنه کوي چې د کرونا ناروغي درلودل په دې معنا نه دي چې تاسې به د تل لپاره پر دې ناروغۍ اخته پاتې شئ، زیات شمېر ناروغان لا هم له کرونا روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x