روغتیانړۍ

یمن کې د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): راپورونه ښيي، په یمن هېواد کې د جمعې په ورځ د کرونا ناروغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوه، چې له هغه وروسته ددغه هېواد روغتیایي چارواکو له سلو زیاتو نورو مشکوکو پېښو خبر ورکړی دی.

د یمن هېواد روغتیا وزارت د کرونا سره د مبارزې عالي ملي کمیټې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د تیرې پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۹مه نېټه) د ۱۲۰ شکمنو پېښو خبر ورکړی و.

یاد وزارت تیره ورځ د دغه هېواد په شحر ښار د حضر موت په سیمه کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه اعلان کړه، دوی زیاتوي چې د ناروغ روغتیایي وضعیت غوره دی او د روغتیایي جدي پاملرنو لاندې دی. همدا راز طبې ډلې او اړوند چارواکي د وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه اخلي.

له دې وړاندې یمن یو له هغو لسو هېوادونو څخه شمېرل کېده چې په تیرو دریو میاشتو کې په کې هیڅ کومه مثبته پېښه نه وه ثبته شوې، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر له ۱.۶ ملیون څخه پورته شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x