روغتیا

سویلي کوریا کې له کرونا ۹۱ روغ شوي کسان بیرته پر کرونا اخته شوي

دا خبر هغه ګنګوسې ردوي چې ګواګې دغه وایرس په یوه کس کې د دویم ځل لپاره نه موندل کیږي.

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د سویلي کوریا چارواکو د جمعې په ورځ د (اپریل په ۱۰مه نېټه) راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې له کرونا ۹۱ روغ شوي ناروغانو کې یو وار بیا ددغې وایرس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د سویلي کوریا د ناروغۍ مخنیوي او د کنترول مرکز رییس «جیونګ یون کیونګ» یوې غونډې ته ویلي، «ناروغي ممکن بیا راژوندۍ شي او په یوه روغ شوي کس کې بیا خپل فعالیت پېل کړي».

په سویلي کوریا کې د کرونا ناروغۍ څخه نږدې ۷۰۰۰ کسان بیرته روغ شوي دي، خو اوس په ۹۱ هغو کسانو چې په دغه لیست کې شامل وو یو وار بیا د کرونا وایرس موندل شوی دی.

دا په داسې حال کې چې باوري سرچینو او مشهورو کارپوهانو ویلي وو چې کرونا وایرس په یوه کس کې د دویم ځل لپاره نه موندل کیږي.

د کیم وو جو پوهنتون د ساري ناروغیو پروفیسر ویلي چې دا یې لا پېل دی، «ممکن دغه ناروغي یو وار بیا په روغ شویو کسانو کې راژوندۍ شي»، ددې د مخنیوي لپاره دې حکومت جدي ګامونه پورته کړي.

له چین وروسته سویلي کوریا په لومړیو هغو لسو هېوادونو کې راځي چې کرونا په کې خپره شوې وه، خو په دغې هېواد کې تر دې دمه یوازې «۱۰۴۵۰» کسان اخته شوي او ۲۱۱ نور مړه شوي دي.

ددې هېواد په دایګو ښار کې چیرې چې د هېواد په کچه تر ټولو زیاتې (۶۸۰۷) پېښې ثبت شوي، تېره ورځ هیڅ کومه مثبته پېښه نه ده راپور شوې.

سویلي کوریا کې د کرونا وروستۍ شمیرې:

[cvct country-code=”KR”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x