افغانستان

«کندهار کې هوایي برید  د یوې کورنۍ اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل):له کندهار ولایت څخه خپاره شوي راپورونه ښيي، چې ددې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید په مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په راپورونو کې راغلي، چې برید د کندهار د شاولیکوټ او د زابل د مېزانې ولسوالۍ تر منځ سیمه کې د سردار محمد په نوم د یوه ملکي وګړي پر کور شوی، چې په پایله کې يې خپله سردار محمد د نوموړي ماشوم زوی او یوه ماشومه لور وژل شوي او د همدې کورنۍ پنځه تنه نور ټپیان شوي.

بل لور ته د کندهار ولایت یوې امنیتي سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط یک تلویزون ته منلې، چې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «زنګتان» نومي سیمه کې د هوایي برید په مهال یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د توافقنامې له لاسلیک او څو ورځې ارامۍ وروسته په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ګډو ځواکونو چاپو او هوايي بریدونو زور اخستی، چې له امله یې ولسي وګړي درانه تلفات وړي.

تېره ورځ هم د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اړوند په یو شمېر کلیو باندې هوايي برید شوی وو، چې له امله یې د جامع جومات په ګډون د ملکي وګړو لسګونه کورونه ړنګ شوي وو او د لسګونو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې اندېښنه وه.

په ورته وخت کې طالبانو په بیا، بیا د اعلامیو له لارې امریکا له شوې توافقنامې په سرغړونې تورنه کړې او د توافقنامې د نه مراعات کولو په صورت کې یې د متقابل غبرګون ګواښ کړی.

تېره شپه هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» او ورسره پلاوی د طالبانو د لیدلو په موخه دوحې ته تللی او هلته طالب استازو ورسره د وروستیو ملکي تلفاتو په اړه «جدي» خبرې کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close