افغانستان

سوداګرۍ خونه: د تجارتي توکو دوه سوه کانتینر د سپین بولدک له لارې هیواد ته داخل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه د تجارتي توکو دوه سوه کانتینر افغانستان ته داخل شوي.

د سوداګرۍ خونې د عامه اړیکو مرستیال «جان اقا نوید» ازادي رادیو ته ویلي، چې د سپین بولدک تر څنګ د هیواد ټول بندرونه د تجارتي توکو پر مخ خلاص دي ، چې ورسره جوخت به په بازارونو کې د غذايي توکو بیې کنټرول شي.

د نوید په خبره، په ټولو بندرونو کې واردېدونکي توکي دوا پاشي کېږي او په دې اړه بشپړ لازم تدابیر نیول شوي.

په ورته وخت کې د غزني د سوداګرۍ خونې مرستیال «عبدالمتین قلندري» وایي، تېره ورځ هم د سپین بولدک له لارې په غذايي توکو او میوه جاتو بار ۷۳ کانتینر هیواد ته داخل شوي، چې تمه ده د غذایي توکو په بیو به مثبت تاثیر ولري.

د قلندري په قول، د سپین بولدک او تورخم په بندرونو کې ټولټال لس زره کانیتنر بند پاتې وو، چې مختلف ډول خوراکي او غذايي توکې پکې بار وو.

یاده دې وي، چې له تېرو څو اوونیو راپدېخوا د تورخم او سپین بولدک لارې د کورونا ویروس د خپرېدو له ویرې د پاکستان له لوري د مسافرو او سوداګریزو توکو په مخ تړل شوې وې، چې له امله یې هره ورځ افغان سوداګرو میلیونونه ډالر زیان ګاله.

تېره اوونۍ پاکستاني چارواکو د افغان لوري د پرلپسې غوښتنو له امله دواړې یادې شوې لارې د مسافرو په مخ د څلورو ورځو لپاره پرانستې او تر څنګ یې موافقه وکړه، چې د سوداګریزو توکو په مخ به دا لارې هره اوونۍ درې ورځې خلاصېږي.

د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو له امله د هیواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې سارې ډول لوړې شوې وې او هیوادوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x