افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: سیاسي اختلافاتو بین الافغاني مذاکرات ځنډولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۹ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له ټولو افغان جهتونو یې هیله داده، چې سیاسي اختلافات یوه لوري ته کړي او د سولې لپاره کار وکړي.

دغه څرګندونې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخوروا» یوې ناستې ته کړې، دې ویلي، په افغانستان کې روان سیاسي اختلافات د جګړې د دوام لامل شوي او د یوه ټولشموله دولت جوړېدل یې ځنډولي.

نوموړي زیاته کړې « د افغان دولت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې په برخه کې نه توافق، د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل شوي.»

ماریا ددې تر څنګ د افغانستان په ټولو سیاسي جهتونو غږ کړی، چې له سیاسي ناندریو لاس واخلي او خپلې ټولې هڅې سولې ته ځانګړې کړي.

روسیه داسې مهال پر افغان سیاسیونو د اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کوي، چې د عبدالله او غني تر منځ سیاسي اختلافات لا هم دوام لري او تر منځ یې د منځګړو د جوړجاړي هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

بل لور ته د حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو په موضوع نه توافق هم بین الافغاني مذاکرات له یوه مبهم حالت سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو واضحه خبره ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x