شعـــــرونه

د کرونا ویرس/ سميع الدين افغاني

سميع الدین افغاني

د کرونا ویرس خپور شوی په جهان دی
ټول عالم ورته حیران دی – حیران

هر خوا سلهاوو انسانان مري
که څوک غریب دی یا که خان مري
پروا یې نشته د بل دین که مسلمان دی
ټول عالم ورته حیران دی – حیران

علاج یې نشته افریقا کې
نه په یورپ نه امریکا کې
چانس د هغو دی چې په کور کې بندیوان دی
ټول عالم ورته حیران دی – حیران

دا نه کوم ټوکې مسخرې دي
دې کې د مرګ او ژوند کیسې دي
بې پروایې کې مبتلا پرې هر انسان دی
ټول عالم ورته حیران دی – حیران

نه وخت د مړي او ژوندي دی
نه د روزګار او غریبي دی
کمک یوبل ته طریقت د مسلمان دی
ټول عالم ورته حیران دی – حیران

افغاني سولې کې ژوندون دی
جنګ نابودي ده جنګ جنون دی
والصلح خیر په نامه امر د قران دی
ټول عالم ورته حیران دی – حیران
————————-
شاعر : سمیع الدین افغاني
۱۰ – ۴ – ۲۰۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x